دا.ا.ج دعدلیې وزیرجلالتمآب ډاکټرعبدالبصیرانور دبشراوبین المللي حقوقوله مشاورمېرمن آرین هاولیهان اودامریکادمتحده ایالاتودصلح دانستیتوت له اجرایي رئیس ښاغلي ویلیام اسپنسرسره لیدنه اوخبرې اترې وکړې.

دخبروپه پیل کې په افغانستان کې دنړیوالې ټولنې دځواکونوشتون، دمؤقت دولت له پیله تراوسه پورې دقانون جوړونې وضعیت، دافغانستان ددولت کړنې اوپه خاص ډول په عدلي اوقضایي برخه کې ترڅېړنې لاندې ونیول شو.

دا.ا.ج دعدليې وزیرزیاته کړه: که دافغانستان خلکودنړیوالوځواکونوپروړاندې حساسیت درلودلای، نوله اولې ورځې به یې ښکاره کړي وای هغه د۱۵ کلنوپه ترڅ کې په ګڼوبرخوکې خصوصاً دبشردحقوقوپه برخه کې دنړیوالې ټولنې له هڅوڅخه مننه وکړه او وې ویل: دا.ا.ج ډېری قوانین دحفیظ الله امین، نورمحمدترکي، ببرک کارمل اوډاکټرنجیب الله ددکتاتوري نظامونوپراساس جوړاووضع شوي دي. په دې موده کې ډېره هڅه وشوه چې نوي قوانین جوړ اووضع شي.

دبیلګې په توګه: دافغانستان جزایي کودبه دبروکسل دکنفرانس ترجوړېدودمخه پای ته ورسېږي.

دا.ا.ج دعدلیې وزیر په دغه ناسته کې د۱۳۹۴ کال نه تراوسه پورې ددې وزارت دکلي فعالیتونوپه هکله لنډمعلومات وړاندې کړل اووې ویل:

  • د۱۳۹۴کال څخه د۱۳۹۵ کال دحمل دمیاشتې پورې ۱۲۰ تقنیني سندونه له پړاوونوڅخه تېرشوي دي.
  • د۱۲ کالونوپه ترڅ کې دحقوق بشراوبین المللي کنوانسیونونوپه هکله ۲۰ تقنیني سندونه جوړشوي دي.
  • دسل زره ۱۰۰۰۰۰ جریبوځمکودغصب څخه دمخنیوی په منظورپه محکمه کې دفاع شوې ده.
  • په زرګونومدني قضیې مخکې تردې چې محکمې ته لاړشي، بررسي اوحل شوي دي.
  • له درې زرو۳۰۰۰ څخه زیات ټولنیزسازمانونه او۶۷ سیاسي حزبونه ثبت شوي دي.
  • دقانون دحاکمیت اودبشردحقوقودتأمینولوپه منظورپراخه تبلیغات شوي دي، رسمي جریده، دعدالت مجله اودحقوقي پوهاوي میاشتنۍ ددې وزارت له مهموخپرنیزوآثاروڅخه دي.
  • ۳۰۳ تنه حقوقي مساعدین شتون لري، اومدافع وکیل ته دبې وزله افرادودلاسرسۍ په منظور تفاهم لیک هم لاسلیک شوی دی.
  • ددې وزارت دبشردحقوقواداره کوښښ کوي چې په اداروکې دنړیوالې ټولنې ژمنې وڅاري اوهمدارنګه دبین المللي کنوانسیون پروړاندې زمونږدژمنودعملي کولوپه منظور وړاندیزونه وکړي.
  • ترحجزلاندې دیارلس سوه۱۳۰۰ اطفال دروزنې اواصلاح لاندې نیول شوي دي.

دا.ا.ج دعدلیې وزیردمېرمن هاولیهان اوښاغلي اسپنسرسره دخبرواترو په دوام کې وویل: ترحجزلاندې اطفالودلاښه روزنې اواصلاح په منظورمعیاري ودانیوته اړتیالرو.

ښاغلي وزیرصاحب وویل: دسږکال دغبرګولي په میاشت کې موتقنیني ستاژ رامنځته کړترڅودقانون جوړوونې بهیرپه ښه توګه صورت ومومي. متأسفانه چې ددې وزارت په سلوکې شپږپنځوس ۵۶ کارکوونکي دبکلوریا تردرجې درسونه ویلي اوپه دې وزارت کې دکار له پیل څخه مې دبین المللي بنسټونوپه مرسته اوهمکارۍ ۳۰ تنه نارینه اوښځینه کارکوونکي دلیسانس اوماستري زده کړییزوخپرونوته معرفي کړي. اوس هم ځیني نور زده کړه ییزې خپرونې ترلاس لاندې لروترڅووکولای شولدې لارې څخه ددې وزارت دکارکوونکودمسلکي زده کړې کچه لوړه کړو.

ښاغلي سپنسرپه داسې حال کې چې حیران ووددې وزارت له کړنوڅخه خوشحال ښکارېده او ددې وزارت مشرتابه ته یې ددې پرمختګونومبارکي وویل.

دعدلیې وزیرزیاته کړه چې اړتیاده اوپه خاص ډول بایدقانوني محکمه مودرلودلای ترڅوپه هغومواردوکې چې په قانون کې دصریح حکم یادونه نده شوې دقانون محکمه حکم کړې وای.

دهېواددعدلیې وزیروویل: ګرانه ده چې ۱۴ کلنۍ فسادپریوځای له منځه یوسو مګرپدې برخه کې موهراړخیزکوښښ ته دوام ورکړی اوانتظاریوچې نړیواله ټولنه په اصلاحي اوپرمختیایي خپرونوکې له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅووکولای شویوپرمخ تللی اودموکراتیک افغانستان ولرو.

په پای کې مېرمن هاولیهان اوښاغلي اسپنسرـ دامریکې دمتحده ایالتونودصلح دانستیتوت اجرایي رئیس علاقه وښوده چې ددې وزارت داړتیاوودپوره کولوپه منظوریاد داشت په لاس راوړي اوپدې برخه کې یومهم نقش ترسره کړي.