دا.ا.ج دعدلیې وزارت اداري مرستیال سیدمحمدهاشمي په افغانستان کې دعدالت پروژې (USAID)دبهرنیوچاروله متخصص اِرِک بارتز سره ولیدل اوخبرې اترې یې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړه ناستو لورو دحقوقو د ارزیابۍ، استراتیژیک سند پر جوړولو، زده کړه ییزو اړتیاوو، دقضایاوو د مدیریت، غیر رسمي عدالت او فایلنګ سیستم  باندې بحث اوخبرې اترې وکړې.

دعدلیې وزارت اداري مرستیال لدې موادو سره یوځای نور توضیحات وړاندې کړاودزده کړه ییزو اړتیاوو او د استراتیژیک سندپه جوړولو موافقه وشوه هغه همدارنګه وویل: چې دقضایاوود مدیریت اوفایلنګ سیستم په اړه په بنیادي توګه اوله هغه روندونو سره چې به جریان کې دي باید کارتر سره شي.

هغه دغیررسمي عدالت په هکله وویل: دې ته په پام سره چې په مدني شخړوکې داصلاحي جرګودقانون طرح کابینې ته لېږل شوې ده اودنوموړي قانون دتصویب اومنظوری تروخته پورې دمیانجیګري دغیررسمي فیصلوثبت په حقوقي اداروکې قانوني ستونزه لري.

هغه په دوام کې وویل:امیدلرم چې دمرکزدحقوقي ادارواوپه خاصه توګه دولایتونودودانیو دودانولوپه برخه کې کارصورت ومومي؛ همدارنګه دزدکړې دآمریت دتوانایي دکچې دلوړولوپه برخه کې اوددې وزارت دظرفیت دلوړولواودولایتونودحقوقي ادارودکارکوونکوته دحقوقي زدکړودزمینې دبرابرولولپاره بایداغیزمن کارونه ترسره شي.

په دې ناسته کې، همدارنګه په هراړخیزه کچه داغیزمن حقوقي پوهاوي ورکولوپه منظور، ددې وزارت لپاره درادیوپه جوړولوخبرې اترې وشوې؛ اوپه پای کې دواړولوروهیله وښوده ترڅووکولای شي پدې برخه کې دخپلوهمکارانوتوجه راواړوي.

په افغانستان کې دعدالت پروژه دیوبین المللي بنسټ لخوا دپنځوکلونولپاره د(USAID) بنسټ په ډېرلوړ لګښت پروړاندې بیول کېږي.