دا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر د ناتوله ملکي سفیر او ورسره مل هیئت سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې، له اطفالو څخه د ملاتړ د څرنګوالي او د بچه بازۍ د قانون د مسودې په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

ښاغلی سفیر او ورسره مل هیئت یې دبچه بازی سره دمبارزې دڅرنګوالي په اړه خپله اندېښنه ښکاره کړه او د بروکسل په ناسته کې یې د اطفالو څخه د ملاتړ او د بچه بازۍ څخه دمنع د قوانینو په اړه داحتمالي خبرو اترو څخه خبر ورکړ.

ښاغلي سفیر وویل: داطفالو څخه د ملاتړ د قوانینو په مسوده کې دبچه بازی پدیده دموضوع دحساسیت پراساس غواړم تعریف شي او د افغانستان دجزایي کود په مسوده کې د دغې پديدې جزا باید مشخص شي.

په همدې حال کې دا.ا.ج دعدلیې وزیروایي: خوښ یم چې پدې اړه له یوه مسلمان سره خبرې کوم، تاسو پوهېږی چې داسلامي فرهنګ اوارزښتونو پر اساس دغه پدیدې ته جرم ویل شوی اوله همدې وجهې نه داطفالو لپاره دقوانینوپه مسوده کې دغه مهم تعیین، تعریف اوورته جرم ویل شوی؛ همدارنګه دافغانستان په جزایي کود کې ددې جرم جزامشخص شوی دی.

په دغه ناسته کې، دا.ا.ج دعدلیې وزیروعده وکړه چې دبروکسل دکنفرانس له جوړېدوڅخه دمخه به، داطفالوڅخه دملاتړطرح اودافغانستان جزایي کودچې دبچه بازۍ له پدېدې سره مستقیماتړاو لري پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: داطفالوڅخه دملاتړدجامعې مسودې پرسرکارکوي اوپه دغه مسوده کې، دغه پدیده په وضاحت سره جرم ګڼل شوی دی.

په دې ترڅ کې دقانونګذارۍ اوعلمي حقوقي تحقیقاتودانستیتوت سرپرست عبدالمجیدغني زاده وایي:داطفالودملاتړپه جامعه طرحه کې دګډولو، لمس، تېری اوداسې نورومواردوته جرم ویل شوی اوپدې مواردوکې مشخصه جزاټاکل شوې ده.

په پای کې دقرآن له یوآیت څخه په نقل سره وایي: چې اصلاح غواړي اودنړیوالې ټولنې دمنلو وړ مسوده به آماده کوي.

دناتوملکي سفیر او ورسره مل هیئت دعدلیې وزیردتوضیح اوقاطعانه وعدوڅخه خوښي ښکاره کړه.

دغه لیدنه د۱۳۹۵ کال دچنګاښ دمیاشتې په ۸نېټه صورت وموند.