دا.ا.ج دعدلیې وزارت مالي اواداري مرستیال ښاغلی سیدمحمدهاشمي عدالت ته دافغانانودلاسرسی دپروژې له رئیس بادراګن پاپوویک او ورسره مل هیئت سره خبرې اترې وکړې.

په دې لېدوکې دواړه لوري دهغوموضوعاتوپه هکله خبرې اوبحث وکړ چې عدالت ته دافغانانودلاسرسی دپروژې په تطبیقي پلان کې په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلی هاشمي وایي چې دلګف تفاهم لیک پای ته رسېدلې اواړتیاده چې پدې برخه کې دعدلیې وزارت، آیوااویو.ان. ډي. پي ترمنځ ګډکاروشي ځکه چې همدادرې اړخیز تفاهم لیک زمونږدهمکاریواساس تشکیلوي خوهغه عدالت ته دافغانانودلاسرسی دپروژې له رئیس څخه غواړي چې دآیواله استازي سره دې خبرې وکړي ترڅودراتلونکي تفاهم لیک لپاره کاروشي.

ښاغلی هاشمې عدالت ته دافغانانودلاسرسی دتطبیقي پلان دتعدیل غوښتونکی شو هغه همدارنګه دوزارت له تقنیني ستاژسره دهغوی دلازیاتوهمکاریوغوښتنه وکړه.

ښاغلی هاشمې ددې وزارت له تقنین سره دهمکاری تفصیلي پلان مهم ګڼي  اوله هغوی څخه غواړي ترڅوددې وزارت له تقنین سره دیوتفصیلي پلان لپاره کاروکړي.هغه همدارنګه له هغوی نه وغوښتل چې ددې وزارت دبشردحقوقو دملاتړ دبرخې دمسلکي ظرفیت په لوړولوکې ورسره همکاري وکړي.

په دوام کې ددې ناستې دواړه خواوې ددولت په تشکیل کې دبشردحقوقودملاتړ دبرخې دلېږددڅرنګوالي په هکله بحث وکړ.

دعدلیې وزارت مالي اوادارې مرستیال وایي چې دعدلیې وزارت له مهمودندوڅخه یوه داده چې ددولت په تشکیل کې دبشردحقوقوڅخه دملاتړ ریاست ولرواودایوګډکارته اړتیالري. هغه دسپارښتنودتطبیق په منظوردګډپلان دترتیبولوغوښتونکی شو.

په پایله کې دعدلیې وزارت مالي اواداري مرستیال لدې وزارت سره دملګروملتونودپرمختیایي سازمان دخپرونې (یو.ان.ډي.پي)له همکاریو څخه مننه وکړه اولدې وزارت سره دهغوی دلازیاتې همکاری دادامې غوښتونکی شو.