«داطفالوروزل اوساتل، دټولوامانت اومسؤلیت دی، حبس داصلاح مرحله ده نه زجر »

دغه مطلب دا.ا.ج دعدلیې وزیرجلالتمآب داکترعبدالبصیر انور داطفالودروزنې اواصلاح دمرکزونودعالي شوري په ناسته کې څرګندکړ.

دغه ناسته د۱۳۹۵کال دچنګاښ دمیاشتې په لومړۍ نېټه دهېواد دکورنیوچارووزارت، پوهنې وزارت، اطلاعاتواوفرهنګ وزارت، دکار، ټولنیزوچارو، شهیدانواومعلولینووزارت، لوی څارنوالي، دښځوچارودوزارت او عامې روغتیاوزارت دمرستیالانواواستازوپه ګډون دعدلیې په وزارت کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې داطفالودروزنې اواصلاح دمرکزونوعمومي رئیس محمدصدیق صدیقي ددې مرکزونو نوی رپوټ دغونډې ګډون والوته وړاندې کړ.

ښاغلی صدیقي وایي:امنیتي، تعلیمي، حرفه یي، فرهنګي، په څارنوالیوکې ضمانت، روغتیایي اورواني ننګونې هغه ستونزې دي چې ددې مرکزونواطفال ورسره مخامخ دي.

ځینې هغه مظنونان، محکومان اومتهمان چې په دې مرکزکې شپې اوورځې تیروي دبې لارې کوونکو اوجنګي سریالونوله اغېزوڅخه اغیزمن شوي دي. ښاغلی صدیقي وایي چې په تېره کې یې داسې پېښې هم لیدلي دي چې ډېری اطفال دخپلوکورنیوپرغړواوخلکودپلاستیکي تمانچې نه ډزکړی اوهمدارنګه داصلاح په مرکزونوکې ځینې ماشومانې انجونې دبې لارې کوونکي سریالونوداغیزله امله مظنون، محکوم یامتهم شوي دي.

ښاغلی صدیقي دغه علت په فرهنګي چاروکې درسنیودټېټې سطحې خپرونې په ګوته کړې اوغوښتنه یې وکړه ترڅوپدې برخه کې هم کاروشي.

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مرستیال دغه کاردجدي ننکوونوڅخه وبلل اووعده یې وکړه چې دهغوداصلاح په برخه کې به اقدام وشي.

دعدلیې وزارت مالي اواداري مرستیال داطفالودروزنې اواصلاح دمرکزونوننګونې داړوندوزارتونوله استازوسره دبحث اوبررسی لاندې ونیولې اودهغو دحل دلاروپه هکله یې نظرورکړ اوواخیست.

داطفالودروزنې اواصلاح دمرکزونودعالي شوري ناسته داطفالودروزنې اواصلاح دمرکزونودقانون اوداړوندو وزارتونواوعدلیې وزارت ترمنځ دنهه اړخیزې موافقه لیک پراساس په هرو دریوومیاشتوکې یوځل ترسره کېږي.