«له قانون څخه بې خبري، عذرنه ګڼل کېږي»(دافغانستان داساسي قانون د۵۶ مادې دوه یمه فقره).

 ...... لدې ځایه دی چې دا.ا.ج دولت دقوانینود پوهاوي مسؤلیت لري.

د حقوقي عامه پوهاوي آمریت له ۱۳۸۴ لمریزکال راهیسې فعالیت کوي. دغه آمریت داطفالوداصلاح اوروزنې په مرکزکې دټولنودترسره کولوسره حقوقي پوهاوي پیل کړاوهمدارنګه یې په توقیف ځایونو، ښوونځیو، مسجدونو اوپه نورومرکزي اوولایتي سیموکې حقوقي پوهاوي ترسره کړې.

دعامه حقوقي پوهاوي آمرعبدالرحمن عظیمي وایي: دعامه حقوقي پوهاوي دملي اتراتیژی پراساس دعامه حقوقي پوهاوي آمریت منځته راغلی ترڅودغه استراتیژي تطبیق کړي.

 اوس حقوقي پوهاوي دبلبوردونو، بنرونو، ټولنیزوپاڼو، بروشورونواودتلویزیوني اورادیویي پیامونوله لارې نه صورت نیسي.

وطنوالوته حقوقي پوهاوي  اودحقوقي مشورو ورکول ددې آمریت له عمده دندوڅخه دي. مګرهغه وایي چې ټولنه زیات له مدني موضوع ګانوسره سروکارلري له دې وجهې دوی هم دمدني موضوع ګانوڅخه دپوهاوي لپاره کارکوي. په همدې حال کې ښاغلی عظیمي وایي چې په جزایي موضوع ګانوهم دوی پوهاوي ورکوي.

ښاغلی عظیمي زیاته کړه: په تېروکلونوکې، ملی اوبین المللي مؤسسودحقوقي پوهاوي په برخه کې زیاته همکاري درلودل مګراوس دنوموړي مؤسسو مرستې کمې شوې دي لیکن هغه دجي.آی.زیډ، یو.ان.ډي.پي، جې.اس.اس.پي اوآی.دل.اوله مؤسسوڅخه مننه وکړه چې ددې ادارې سره یې ددې ادارې دعلمي کچې دلوړولوپه خاطرهمکاري کړې ده.

دحقوقي پوهاوي سره، دډېرواشخاصودحقوقي پوهاوي په کچه کې مثبت بدلونونوه راغلي اوهمدارنګه دااشخاص پوهېدلي دي ترڅوبې مورده سرګردانه نه شي.