د ا.ا.ج د عدلیې وزیرجلالتمآب داکتر عبدالبصیر انور د یوناما د قانون د واکمنې د برخې له رئیس ښاغلي مایکل هارتمن سره خبرې اترې وکړې.

پدې لېدنه کې د عدلیې جلالتمآب وزیر وویل: چې کوښښ کوي تر څو د افغانستان د قانون جوړونې بهیر له  نړیوالو معیارونو سره برابر کړي ترڅو د قوانینوتصویب په سمه توګه ترسره شي.

د عدلیې وزیر د قانون جوړونې دارزښت په اړه خبرې وکړې او همدارنګه په دې برخه کې یې کارکول د ملي یووالي د حکومت له جدي اړتیاوو څخه وګاڼه  او وې ویل همدا علت دی چې د تقنیني ستاژ د زده کړې برنامه یې  سږ کال د عدلیې په وزارت کې په لاره اچولې ده.

دعدلیې جلالتمآب وزیر دغه برنامه مهمه وګڼله او وې ویل چې په عدلي اوقضايي برخه کې دمرسته کوونکو بین المللي بنسټونو د ژمنو پر بنسټ مو دغه برنامه رامنځته کړه او که چېرې پدې برخه کې له موږسره مرسته ونشي دافغانستان د دولت په مرسته حتي په خپل مزد، چمتو یم ترڅو دغه برنامه وړاندې بوځم.

په همدې حال کې ښاغلي هارتمن وویل: شونې ده ددغې برنامې داړتیا وړ موادو مرسته وکړي او همدارنګه یې ژمنه وکړه چې له بین المللي مرسته کوونکو بنسټونوسره چې د افغانستان په عدلي اوقضايي برخو کې مرستې کوي خبرې وکړي ترڅو لدې برنامې سره مرسته وکړي.

دغه خبرې اترې د ۱۳۹۵ د غبرګولي په ۱۱ د عدلي او قضايي نظام د ودې د څرنګوالي په منظور، صورت مومي.