د حقوقي مساعدتونو او عدالت غوښتنې له لارې عدالت ته د ښځو د لاس رسۍ تفاهم لیک دعدليې وزارت او له ښځو څخه د ملاتړد مؤسسې ـ میدیکا افغانستان ترمنځ لاسلیک شو.

دغه تفاهم لیک دا.ا.ج دعدلیې وزارت د اداري معین او سرپرست سیدمحمد"هاشمی" او له ښځوڅخه د ملاتړ د مؤسسې ـ میدیکاافغانستان درئیسې مېرمن حمیرا امیر "رسولي" د ۱۳۹۵ د غبرګولي ۳ د دوشنبې په ورځ د حقوقي مساعدتونو د لوی رئیس اسدالله "وحدت" په شتون کي لاس لیک کړ.

دعدلیې وزارت اداري معین د عدلیې وزارت او د همکارو مدني بنسټونوترمنځ پر لازیاتې همغږۍ تاکید وکړ او له ښځو څخه د ملاتړ د مؤسسې–میدیکا افغانستان له رئیسې څخه یې وغوښتل چې دلازیاتې همغږۍ لپاره په میاشتني توګه ناستې ترسره کړي.اوهمدارنګه له هغوی څخه یې وغوښتل چې په ربعوار شکل دخپلوکړنو رپوټ عدلیې وزارت ته واستوي ترڅود عدلیې وزارت دحقوقي مساعدتونو د لوی ریاست له رپوټ سره یوځای اوتفکیک شي چې څه تعداد  قضایاوې په دولتي برخه کې،  څه تعداد په پروژه یي برخه کې او څه تعداد قضایاوې د همکارو مؤسسو له لارې چې دعدلیې وزارت سره یې تفاهم لیک لاسلیک کړی، بررسي او دفاع شوې ده.

مېرمن رسولي هم  په زیاتې همغږۍ تاکید وکړ او له عدلیې وزارت څخه یې وغوښتل تر څو درپوټ ورکوونې د استنډرد یو فارمت چې ټولوته د منلو وړ وي اوپه رپوټ ورکوونه کې زیاتې آسانتیاوې منځ ته راوړي برابر کړي.

ددغه تفاهم لیک مطابق، له ښځو څخه د ملاتړ مؤسسه–میدیکا افغانستان دعدلیې وزارت دحقوقي مساعدتونوله لوی ریاست سره د همکار ارګان په توګه، لاندې دندې او واکونه په غاړه لري:

د میدیکا افغانستان د مدافع وکیلانو په واسطه په وړیا ډول اود حق الزحمې له اخیستلو پرته د بې وزله ښځو او انجونو د حقوقي قضایاوو(کورني، جزایي اومتضرر) پرمخ بیول.

د حقوقي مساعدتونو له لوی ریاست، د مرکز د حقوقو د لوی ریاست او دهغوي آمریتونه او دهرات اوبلخ ولایتونودعدلیې له ریاستونوڅخه داخیستل شووقضایاوو پیګیري او پورته ذکرشوو مراجعو ته  د قضایاوو له پرېکړو څخه دډاډ وړاندې کول . مؤکلینوته د وړیا حقوقي مشورو وړاندې کول. 

د مرکزاو ولایتونو د حقوقو د عامه پوهاوي له برخوسره په همغږۍ کې مؤکلینو او د ټولنې نورو عامه وګړو ته د حقوقو د عامه پوهاوي وړاندې کول، له اجراء څخه وروسته دهرې برنامې له پاره دتائید اخیستل.

دمؤکلینو د غوښتنې پر بنا په قضایاووکې منځګړیتوب او د پای ته رسېدلو قضایاوو پیګیري.

د حقوقي مساعدتونو برنامه له ښځو څخه د ملاتړ د مؤسسې- میدیکا افغانستان په واسطه تمویل په (۴۱۳۳۲۴)یورو  پر ارزښت تطبیقېږي. دغه برنامه د حقوقي مساعدتونو له لوی ریاست سره په همغږۍ اوتفاهم طرح او چمتو شوې ده اوددې مؤسسې بنسټيز فعالیتونه د هغو ښځو او انجونو د حقوقو احقاق  دی  چې تر تاوتریخوالی لاندې دي. دغه مؤسسه د وړیا خدمتونو له لارې(حقوقي، رواني، ټولنیز، روغتیایي، تعلیمي او تربیي مساعدتونه او د  ښځوپر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو لپاره دټولنې د سطح د خبرتیا لوړول) او د ښځو او انجونو د ټولنیز حیثیت لوړول د عدالت غوښتنه کوي.

له ښځو څخه د ملاتړ مؤسسه-میدیکاافغانستان د هېواد په دريو ولایتونو(کابل، بلخ اوهرات) کې فعالیت کوي. اوتراوسه یې د ښځو او انجونو د وضعیت دښه والي په اړوند متعددې پروژې تطبیق کړې دي.