د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د جي.آی.زید د مؤسسې له رئیس ښاغلي میسر اشمیت سره خبرې اترې وکړې.

 

 

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر ددې وزارت د ځینوبرخود تجهیز په برخه کې دجي.آی.زيد د مؤسسې له همېشنيو همکاریوڅخه مننه وکړه.

په همدې حال کې، ښاغلی اشمیت وایي:د فساد پر وړاندې د مبارزې په ناسته کې چې څه وخت وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت په جمهوري ریاست کې جوړه شوې وه؛ د ا.ا.ج جمهور رئیس، اجرائیه رئیس، د ملي امنیت سلاکار، دعدلیې وزیر، قاضي القضات او لوی څارنوال له اداري فساد سره د مبارزې په هکله بحث وکړ.

د ښاغلي اشمیت په وینا: په پام کې ده چې له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې محکمه هم رامنځته شي.

په همدې اړه، د عدلیې وزیر زیاته کړه: چې د عدلي اوقضایي نظام د اصلاح په منظور،  په پام کې ده  تر څو د ا.ا.ج د ریاست دوه یم مرستیال جلالتمآب سروردانش، د کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، لوی څارنوالۍ اوسترې محکمې لیدلوري را ټولوي او د همغږۍ د رامنځته کېدو لپاره، اوس د جمهوري ریاست د دوه یم معاونیت سلاکاران، پرهمدې کارکوي.

هغهْ همدارنګه زیاته کړه چې د تقنین ریاست لاډېرو مصروفیتونو ته په پام سره، کوښښ کوي چې سږکال ۶۰ تقنیني سندونه له پړاونوڅخه تېرکړي.

په دوام  کې، د ا.ا.ج د عدلیې وزیر د تقنیني ستاژ په باره کې خبرې وکړې او همدارنګه له دې بنسټ څخه یې وغوښتل تر څو د تقنیني ستاژ د اړتیا وړ وسایلو مرسته وکړي.

ښاغلی اشمیت وایي: د دولتونو ترمنځ په خبروکې، دنده  مې اخیستې څو د اصلي بودجې په ترڅ کې،  په ۲۰۱۷ کې یومیلیون دالر  نور هم مصرف کړو.

ښاغلي اشمیت زیاته کړه چې خپلو ستونزو ته په پام سره ،کوښښ کوي چې په راتلونکي کال کې ،زیاته همکاري وکړي.

په پایله کې، د ا.ا.ج د عدلیې جلالتمآب وزیر د جي.آی.زید د بنسټ لخوا د سترې کارپېژندنې برنامې ته، ددې وزارت له کارکوونکوڅخه د۱۰ تنو له ورپېژندلو څخه، مننه وکړه.  

دغه خبرې اترې د ۱۳۹۵ د غویي په ۲۱ د ا.ا.ج د عدلیې وزیر په کاري دفترکې ترسره شوې.