د ا.ا. ج دعدلیې وزیرجلالتمآب داکترعبدالبصیرانور دملګروملتونو دسازمان دقانون دحاکمیت دپرمختیایي برنامې له رئیس اود یونامادبنسټ د قانون دحاکمیت له استازي سره دقانون دحاکمیت دشاخصونودمطالعې د بهیر په اړه خبرې اترې وکړي.

 

دغه خبرې اترې د۱۳۹۵لمریزکال دغویي دمیاشتې په ۱۹ نېټه د(UNDP) دبنسټ درئیسې میرمن دان دایل ریو او د(UNAMA) د استازي بلال وقاد سره ترسره شوې.

 دا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر وویل: دملي یووالي حکومت ژمن دی چې دهېواد دعدلي اوقضایي سامانه(سیستم) د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولوپه منظور اصلاح کړي. له دې کارسره به د له یو خوا د عدالت دتأمین زمینه برابره شي او له بلې خوا ددې وزارت په هکله دخلکو د اعتماد په کچه هم خبر یو او ددې دواړو اړتیاوو پر بنسټ دقانون دشاخصونودمطالعې بهیر له زیات اهمیت څخه برخمن دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې علاقه لري تر څو دغه بهیر دوامداره وساتي.

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر زیاته کړه:لدې سره سره چې دقانون دحاکمیت دشاخصونومطالعه ډېره تخنیکي اوپیچلی ده، خو پدې برخه کې دبین المللي بنسټونوله فعالې مالي همکارۍ پرته مطلوبی پایلې ته نشو رسېدلای.

د یو.ان. ډي. پي دقانون دحاکمیت د بنسټ رئیسې مېرمن دیل ریو ددې بهیر ددوه یم پړاو دترسره کولوپه باره کې دیوناما دبنسټ په همکارۍ ژمنه وکړه.

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر د یو.ان.ډي.پي او یوناما له مرستوڅخه مننه وکړه او وې ویل چې هیله مند دی دقانون دشاخصونود مطالعې د بهیر د په لاره اچولو، دمعلوماتو د راټولولو او همدارنګه دقانون دشاخصونودحاکمیت دمطالعې دبهیر دسپارښتنو دتطبیق اوپی ګیرۍ په برخه کې، لدې وزارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.

په پای کې مېرمن دان دیل ریو په دې برخه کې د ا.ا.ج عدلیې وزارت له همکاریوڅخه مننه وکړه اودقانون دحاکمیت دشاخصونو د پخواني رپوټ د سپارښتنو د تطبیق په هکله یې تاکید وکړ.