دا.ا.ج دعدلیې وزارت ددولت دقضایاوو دریاست اونورو دولتي اداروترمنځ دهمغږۍ ناسته په کابل کې ترسره شوه.

د ا.ا.ج دعدلیې وزارت ددولت دقضایاوولوی رئیس الحاج محمدانور(سادات) د وزارتونوداستازو اونورودولتي بنسټونوسره دچهارشنبې په ورځ د۱۳۹۵ کال دغويي دمیاشتې په ۱۵ نېټه ناسته ترسره کړه.

ښاغلي میرمحمدانورسادات وویل: دغه ناسته دعامه شتمنیودغصب په اړه دشته ستونزو(چالشونو)څخه دوتودلارې اودحل دلارې دلټولوپه منظور په لاره اچول شوې ده.

پدې ناسته کې د۱۳۹۴ لمریزکال دسلواغې دمیاشتې دهمغږی دقطع لیک په اړه خبرې وشوې اوهمدارنګه ددولتي ادارواستازودخپلواړوندو ادارو داملاکو اودعواګانودستونزو درسیدګۍ په اړه خبرې وکړې.

ددې وزارت ددولت دقضایاوو رئیس ښاغلي سادات ددولتي اداروله استازوڅخه غوښتنه وکړه چې ورسره شته یاد داشتونه، سندونه اومدارک ددولت دقضایاوو ریاست ته وسپاري ترڅودهغودحل په هکله له یوبل سره مخامخ خبرې وکړي.

ددې ناستې په دوام کې دنوموړي ریاست مرستیال ګډون کوونکوته ددولتي ادارو ترمنځ شخړو ته درسیدګی دڅرنګوالي په هکله طرحه وړاندې کړه. اودهغودولتي اووقفي ځمکودقراردادونوپه هکله چې دډېرلږقیمت په مقابل کې صورت نیسي خبرې اترې وشوې.

ددې ناستې په پای کې، لس ماده ییزه قطع لیک صادرشو اوتصمیم ونیول شو چې دادارو دباصلاحیته اومسلکي استازو پرله پسې ناستې به په لاره واچول شي ترڅودهمکاریوکچه زیاته شي.