د افغانستان دجزاء دکود دطرحې لومړۍ برخه دافغانستان دجزا د قانون د اصلاح اوبیاکتنې دډلې له خوا د ا.ا.ج دعدليې وزارت ته وسپارل شوه.

د ۱۳۹۵ لمریز کال دغویي دمیاشتې په ۱۲ نېټه دبین المللي بنسټونو، عدلي اوقضایي بنسټونو اودمدني ټولنې داستازو په ګډون پدې مناسبت یوه ناسته جوړه شوه.

دا.ا.ج دعدلیې وزیرجلالتمآب ډاکټرعبدالبصیر انور دښه راغلاست د څرګندولو ترڅنګ وویل: دغه لویه ملي پروژه دهغو ستونزو په پام کې نیولوسره چې دهېواد قضایاوو ته د رسیدګۍ په برخه کې د تقنیني سندونو د ډېروالي او د نویو راڅرګندو شوو جرمونو د پیدا کېدو پر بنا د هېواد عدلي او قضايي مراجع ورسره مخامخ وې د جزاء د قانون دبیاکتنې اړتیایې مطرح کړې ده.

د ا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر همدارنګه زیاته کړه. دجزا کود زمونږ په هېواد کې دعدالت د ټینګښت بنسټ دی، زمونږ تکړه پوهانو دغه بنسټونه دالله(ج)  له کتاب، رسول الله(ص) له سنت، اسلامي امت له اجماع، صحیحه قیاس اوپه اشباه اونظایروکې ددقت اودهغو څه په رڼاکې چې زمونږه زمانه ورسره مخامخ ده اخیستي دي.

دا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر زیاته کړه : دبین المللي کنوانسیونونوسره دافغانستان یوځای کېدل له هغو ډلې څخه له پولې بهرد سازمان موندل شوو جرمونو کنوانسیون، له اداري فساد سره دمبارزې کنوانسیون، دطفل د حقوقو کنوانسیون، دانسان دقاچاق او د مهاجرینو د قاچاق پروتوکول ، د بین المللي جزائي دیوان اساسنامه اوهغه کنوانسیونونه چې په نړیواله کچه په جزایي، مدني اوتجارتي برخو کې وضع شوي دي، سبب شوی چې دغه اړتیا احساس شي.

 دا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر زیاته کړه چې دغه پروژه د افغانستان د دولت له لویو اړتیاوو څخه ده او ددې پای ته رسول هم تر ټولو مهمه اړتیا شمېرل کېږي؛ هغه زیاته کړه چې د افغانستان د جزاء دقانون اصلاح او بیاکتنه د زیات حجم په سبب څوکاله وخت نیولی اوتراوسه هم دهغه اختصاصي حکمونه لاپای ته ندي رسیدلي.

دا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر د جزا د کود د طرحې کولو هدف د هغو حیرانوونکو بدلونونو رامنځته کول بیان کړل چې د جزايي علومو په برخه کې د تکلارو پر بنسټ تجربه شوي دي.

دناستې په ترڅ کې دافغانستان دجزاء دقانون داصلاح اوبیا کتنې د ډلې مشر ښاغلي رسولي دجزاء د قانون د بیا کتنې د اړتیا او ددې ډلې دکړنو په هکله ویناوکړه.

همدارنګه ښاغلی محمد اشرف رسولي د جزاء د کود د لومړۍ برخې طرحه د ا.ا.ج دعدليې جلالتمآب وزیر ته وسپارله.

په پای کې دا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر د افغانستان دجزاء دقانون د اصلاح اوبیاکتنې ډلې ته هغه مننلیکونه ډالۍ کړل چې د عدلیې وزارت له خوا ورته برابر شوي و اوهیله یې  څرګنده کړه چې مؤظفه کمېټه ددوه یمې برخې د تدقیق کارهم سرته ورسوي.

دجزاء دقانون داصلاح ډله دسترې محکمې، لوی څارنوالی، دکورنیو چارو وزارت، د ښځو د چارو وزارت، دملي امنیت دلوی ریاست، د بشرد حقوقو د خپلواک کمېسیون، دمدافع وکیلانو د خپلواک انجمن داستازو او د مدني ټولنې، یو.ان.ډی.سي، یوناما، جې.اس.اس.پي، یوپول، یو.ان.وومن، د استازو او د متحابه هېوادونو په خاصه توګه، دامریکې متحده ایالتونو، بریتانیا، فرانسه، اوایتالیا دسفارتونو دکارپوهانو څخه جوړه شوې ده. ډلې د عدلیې وزارت د تقنیني ستر سلاکار تر ریاست لاندې ددې پروژې کار مخته وړی دی.

دافغانستان دجزاء دکودپروژه دهغه وخت دجمهور رئیس د۸/۳/۱۳۸۹ نېټې د۱۴۳۹ ګڼې حکم له مخې د۱۳۹۱ لمریزکال دغویي دمیاشتې په ۱۳ نېټه پرانستل شوه او له هغه څخه وروسته د افغانستان دجزاء دقانون د بیا کتنې اواصلاح ډلې دهغې کارپیل کړ.