د ا.ا .ج دعدلیې وزیرجلالتمآب دوکتورعبدالبصیرانور په افغانستان کې دیونسف مؤسسې د اطفالو له حقوقو څخه د ملاتړد واحد دبرخې له رئیس ښاغلي جین لیبي سره ولیدل اوخبرې اترې یې ورسره وکړې.

د ا.ا .ج دعدلیې وزیرجلالتمآب دوکتورعبدالبصیرانور په افغانستان کې دیونسف مؤسسې د اطفالو له حقوقو څخه د ملاتړد واحد دبرخې له رئیس ښاغلي جین لیبي سره ولیدل اوخبرې اترې یې ورسره وکړې.

دغه خبرې اترې د(۱۳۹۵دغوایي ۷)د سه شنبې په ورځ داطفالوله حقوقو څخه دملاتړ په اړه د یوې مناسبې حل لارې ته  درسېدودڅرنګوالي په منظور وشوې.

په پیل کې ښاغلي لیبي علاقه مندي وښوده څو داطفالودقانون مسوده لاسته راوړي اووروسته بیادغه قانون دمحتوي اوجوړښت له پلوه داطفالوپه هکله دبین المللي قوانینوله معیارونوسره ، تر بررسۍ لاندې ونیسي. همدارنګه هغه وویل دتونس هېوادپه ناسته کې دګډون لپاره تاسوته بلنه درکړل شوې ده اوهیله لروچې ترهغه وخته داطفالودقانون مسوده له ځانه سره ولری.

دا. ا. ج دعدلیې جلالتمآب وزیردشکراومننې په وړاندې کولوسره وویل: داطفالودقانون مسوده نهایي شوې ده اوپه لنډوخت کې به ورته تاسو لاسرسی ومومی.

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر وویل چې دافغانستان په یوشمېرولایتونوکې رواني مشاوراوعالمانوته اړتیاده ترڅو وکولای شي اطفالوته په مناسب ډول روزنیزې دورې په لاره واچوي. هغه همدارنګه زیاته کړه چې ترحجزلاندې اطفالودحرفه یي روزنې لپاره دتوانمندواستاذانودګمارلواړتیاده.

ښاغلي لیبي ژمنه وکړه چې داطفالولپاره د رواني مرستوپه برخه کې به لازمه همکاري کوي.

ښاغلي لیبي د ۹ اړخیزه موافقه لیک په هکله هم خبرې وکړې. ددې موافقه لیک پر اساس۹ دولتي ارګانونوژمنه وکړه چې داطفالودوضعیت دښه والي په برخه کې به ګډې ناستې ترسره کوي.

د ا. ا.ج دعدلیې وزیر زیاته کړه چې: د اطفالو د وضعیت دښه والي په منظور په ۹ اړخیزه غونډه کې چې په لاره به واچول شي، تاسوبه په جریان کې واچوم ترسوداړتیا وړ اغېزمن خدمتونه وړاندې کړو.

دا. ا. ج دعدلیې وزیروویل: چې په لنډ وخت کې به د اطفالو د وضعیت د ښه والي په برخه کې  د تمویلوونکو او تطبیقوونکو بنسټونوسره ناسته کوي. هغه زیاته کړه چې د اطفالو وضعیت ته رسېدل په مستقیم ډول زمونږ مسؤلیت دی اواړینه ده چې دخپلوخدمتونو د ترسره کولو له څرنګوالي څخه مونږخبرکړي.

ښاغلي لیبي وویل: زمونږبنسټ اطفالوته دحقوقي مرستودوړاندې کولوپه برخه کې دڅوولایتونوعمومي ارزونه کړې ده، چې پربنسټ یې دحقوقي مرستویوهْ نمونه( مودل) یې دوړاندیزپه توګه چمتوکړی دی چې د امکان په صورت کې به ددې وزارت د حقوقي مساعدتونوله ریاست سره پرې خبرې اترې وشي ترڅوددې ریاست په چوکاټ کې د اطفالو لپاره یوهْ برخه خاصه کړای شي.

د ا. ا. ج د عدلیې وزیر ددې بنسټ د وړاندیز د نمونې هرکلی وکړ او وې ویل چې پدې هکله له رایزنی وروسته به اقدام وکړي.

په دې ترڅ کې ښاغلي لیبي د(( اطفالوله حقوقوڅخه دسرغړاوي)) په برخه کې درپوټ یوه نسخه چې دیونسف اودملګروملتونودڅو ارګانونو له خوا پرې تحقیق اوبرابرشوی دی، دا. ا. ج  دعدلیې جلالتمآب وزیرته وسپارلو.

دغه رپوټ داطفالوشپږعمده تاوتریخوالې څاري چې د هغوپه ډله کې پرښوونځیواوروغتیایي مرکزونوتېرې، په دفاعي اوامنیتي ځواکونوکې داطفالواستخدامول اود مخالفینوله لوري په تروریستي بریدونوکې له دې اطفالوڅخه ګټه اخیستل دي.

په پایله کې، د ا. ا. ج  دعدلیې وزیروویل: داصلاح دمرکزونود  مقررې پراساس کوښښ کوي ترڅود هغواطفالودساتنې په منظور چې داطفالوداصلاح اوروزنې په مرکزونوکې دي، یومعیاري مرکز رامنځته کړي ترڅو د اطفالو روزنه او ساتنه په مناسب ډول ترسره شي. هغهْ دخپلوخپرو په دوام کې وویل چې د وزیرانود شوري د مصوبې پراساس،  جلالتمآب اجرائیه رئیس اومسؤول ارګانونه ګډه ناسته کوي ترڅوهغه ځایونه چې دکورنیوچارو وزارت یې تشه وي، له هغوڅخه یو هم د بادام باغ ښځینه محبس دې عدلیې وزارت ته وسپاري.