د ا.ا.ج دعدلیې وزارت اوپه افغانستان کې دآسیا دبنسټ ترمنځ په جنایي قضیوکې دحقوقي مساعدتونو دتګلارې قراردادلیک،لاسلیک شو.

دغه قراردادلیک د ا.ا.ج دعدلیې وزیر جلالتمآب داکتر عبدالبصیر انور او په افغانستان کې دآسیا
(The Asia Foundation)  بنسټ درئیس عبدالله احمدزي له خوا دسږکال دوري (حمل) په ۲۸، لاسلیک شو.

 د ا.ا.ج دعدلیې جلالتمآب وزیر وايي: حقوقي آسانیتاوې کومه نوې پدیده نه ده،د ا.ا.ج داساسي قانون (۳۱)ماده، حکومت مؤظف کړی دی چې په جنایي قضیوکې دبې وزلو اشخاصو لپاره حقوقي آسانتیاوې برابرې کړي .

دحقوقي آسانتیاوو مقرره او پالیسې موږ مکلف کړي یو، چې نه یواځې په جنایي قضیوکې بلکې په مدني قضیوکی هم د بې وزلومېرمنو او کوچنیانو لپاره حقوقي آسانتیاوې برابرې کړو.

د ا.ا.ج دعدليې وزیر زیاته کړه: دحقوقي آسانتیاوو دوړاندې کولوپه منظور، یوې اصولي اوعلمې حل لارې ته دلاسرسي لپاره دحقوقی آسانتیاوودیوې تګلارې او سم چوکاټ برابرولوته اړتیاده .

په جنایي قضیوکې دحقوقي آسانتیاوودبرابرولو برنامې داجراء قراردادلیک، په افغانستان کې دآسیا دبنسټ له لوري دیوۀ کال لپاره اجراء کېږي .

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر دخپلو خبروپه دوام وویل: ددغې برنامې داجراء په پای کې عدلیې وزارت کولای شي چې حقوقي آسانتیاوو ته دلاسرسي په برخه کې یوه سراسري همغږي را منځته کړي ،همدارنګه زیاته یې کړه چې هڅه کوو  ترڅو دحقوقي آسانتیاووساحه ترولایاتو اوحتی تر ولسوالیو پورې،پراخه کړو.

په همدې حال په افغانستان کې دآسیا بنسټ رئیس ښاغلی عبدالله احمدزی وایي: هڅه کوو چې د ا.ا.ج دعدلیې وزارت، مدني ټولنې ، تمویل کوونکو اونورو اړوندو ادارو سره،لږ ترلږۀ یوه تګلاره یا دلارې نقشه جوړه کړو، ترڅو عدالت اومدافع وکیل ته دلاسرسي میزان زیات شي .

ښاغلي احمدي زیاته کړه: دایوه ښه موقع ده ترڅودحقوقي آسانتیاوو دحالت دلاښه والي په لاره کې له ښو تجربو اوتخصص څخه چې په دې برخه کې شتون لري ګټه پورته کړو.

په جنایي قضیوکې دحقوقي آسانتیاوو دتګلارې پروژه (۳۴۳،۹۳۲) امریکایي ډالره لګښت لري چې دنړیوال بانک له وړیا مرستوڅخه ورکول کېږي.

دیادولو وړده چې د بې وزلو اشخاصو لپاره دحقوقي آسانتیاوو وړاندې کول د ا.ا.ج دعدليې وزارت له مهمو هڅو څخه یوۀ برخه ده .