د ا.ا.ج دعدلیې وزارت لوی کتابتون له(۷)زره ټوکه څخه زیات کتابونه لري

د ا.ا.ج دعدلیې وزارت لوی کتابتون له (۷) زره ټوکه څخه زیات کتابونه لري.دغه کتابونه دمصر دولت، ڼړیوال بانک اونوروملي اوبین المللي ادارو له لوري پېرل شوي دي .

ددې کتابتون مدیر علی "مدبر" وایي : زیاتره داکتابونه حقوقي دي اود ا.ا.ج دعدلیې وزارت کارکوونکي اودکتاب لوستلو نورمینه وال له دې کتابونوڅخه دکارت په لرلوسره کولای شي،ګټه پورته کړي.

له دغو کتابونو یوشمېر یې پرځای پاتې شوي اولږڅه زاړه ښکاري .

نوموړي زیاته کړه چې ددې کتابتون ډېرې استفاده کوونکي د.ا.ا.ج دعدلیې وزارت دحقوقي برخوکارکوونکي اوهغه محصلین دي چې په حقوقي برخوکې، زده کړې کوي، ګټه پورته کوي.

د.ا.ا.ج دعدلیې وزارت کتابتون پنځه کارکوونکي لري او اوس په معیاري توګه فعالیت کوي .