د ا.ا.ج دعدلیې وزیر جلالتمآب داکترعبدالبصیر"انور" اوددې وزارت نورو مسوولینوله لوري دتقنیني ستاژ دزده کړې دبرنامې طرحه، دبین المللي مرستندویانو له بنسټونوڅخه دیوې ډلې لپاره وړاندې شوه.

دتقنیني ستاژ دزده کړې برنامه سږکال دغبرګولي (جوزا)له لومړۍ نېټې څخه دیوۀکال لپاره اجرا‌ء کېږي

د ا.ا.ج دعدلیې وزیر وویل: د ا.ا.ج جلالتمآب جمهور رئیس دتقنیني ستاژ دبرنامه د۳۸ نوي بستونه منظورکړي او اوس د ۱۳۹۵ هـ .ل کال په بودجه کې شامل شوي دي .

نوموړي زیاته کړه: دافغانستان حکومت، دقانون جوړونې دبهیر پیاوړتیا مهم ګڼلی اوهغه ته یې دخپل کاري برنامو په سرکې یې ځای ورکړی دی، دعدلیې وزیر زیاته کړه، چې قوانین د متن اومحتوي له لحاظه په صحیح ډول نه تسوید کېږي او همدارنګه په ادارو کې دقانون دتسوید په عرصه کې دمتخصصینو کمبود زموږ دکارپروړاندې کې یوشمېر ستونزې دي، له همدې ځایه دنورو هڅو په څنګ کې ددې برنامې په لاره اچولواړتیا احساس هم کېږي.

د ا.ا.ج دعدلیې وزیردتقنیني ستاژدزده کړې دبرنامې دښېګنوله ډلې څخه لاندې مواردګڼي:

  • دکاري زده کړو او دمسلکي مهارتونو دزیاتوالي دزمینې رامنځته کېدل .
  • دقانون جوړونې په برخه کې ددې وزارت اودولتي اداروترمنځ دهمغږۍ رامنځته کېدل.
  • دقوانینو د طرحې اومسودې په منظور،په دولتي ادارو کې دظرفیتو جوړونه .
  • دقوانینو دطرحې اوتسوید په منظور،دعلمي څېړنودزمینې برابرول .
  • دقوانینو دبډاینې او مسودې او دقانون جوړونې دانستیتوت دغړیو دکاري ظرفیت دلوړولو په منظور،دسيمې اوبین المللي سندونواوهیوادونو تقنینې سندونو ته مراجعه .

دا.ا.ج دعدلیې وزیر زیاته کړه: په دې لاره کې یې لومړني ګامونه اخیستي دي اوددغې برنامې دلاښه والي په منظور یې بین المللي مرستندویانو بنسټونو همکارۍ ته هم اړتیا لیدل کېږي. دعدلیې وزارت په نظر کې لري چې ددې برنامې بهیر تردریوکلونوپورې دبین المللي مرستندویانو بنسټونو په همکارۍ اوله دووکلونوڅخه وروسته ،عدلیې وزارت ته دهغې دلېږلو بهیر مخکې یوسي  .

دا.ا.ج دعدلیې وزیر وویل:چې ژباړونکي  یواځې کولای شي چې یومتن له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته وژباړي خو ډېر لږامکان لري چې دژباړې دڅرنګوالي او په حقوقي اصطلاحاتو او متونوکې تخصص ولري، له همدې امله نشي کولای چې بین المللي قوانین معرفي کړي اویا لکه څنګه چې یې اړتیاده په بین المللي عرصه کې یې منعکس کړي، چې استفاده ترې وکړاي شي .

جلالتمآب دعدلیې وزیرزیاته کړه په نظرکې لري چې دتقنیني ستاژ دزده کړې برنامې ته مېرمنې، مدني ټولنې اونورې ځانګړې برخې هم لاره پیداکړي او دغه کار دقانون پېژندنې او حقوقي روزنې زمینه برابروي، نوموړي په ټینګار سره وویل، چې په دې برنامه کې دګډون په منظور، دمېرمنو او مدني ټولنو ګډون هم مهم نقش لري. همدارنګه دبشري حقوقو اود"انټرنیټي"  سایبري دجرمونوقانون درامنځته کېدو او دزده کړې دڅرنګوالي په اړه،هم بحث اوخبرې اترې وشوې.

ددې وزارت دتقنین ستر سلاکارمحمد اشرف رسولي وویل: له دې کار سره عدالت ته دخلکو دلاسرسي کچه لوړېږي اوهمدارنګه زده کړي، چې قوانین په ښه توګه طرحه اوتسوید کړي. ښاغلي رسولي وویل، چې نه یواځې داچې دقانون جوړونې په منظور،دحقوقو اوشرعیاتو پوهنه اړینه ده ، بلکې باید ټولنيزه پوهه هم ولرو.

دتقنیني ستاژ دزده کړې دبرنامې پیل د ا.ا.ج دعدلیې وزارت ۱۳۹۵ هـ. کال دبرنامې د۱۰۰ ورځینوله پلانونوڅخه یودی په پای کې دحمیده "برمکۍ" ټولنې، د GIZمؤسسې، دمېرمنوپه برخه کې دملګرو ملتونو دقانون دحاکمیت برخه اونور، دتقنیني ستاژ دبرنامې له طرحې او وړاندې کولوڅخه خوښي  وښوده اوهمکارۍ ته تیار شول.

په پای کې، دا.ا.ج دعدلیې وزیر داکتر عبدالبصیر "انور" دبین المللي مرسته کوونکو بنسټونو  له همېشنیوهمکاریو څخه مننه وکړه .