د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقوقو د کنوانسیون له تطبیق څخه د معلوماتو د راټولولو په برخه کې د مشورتي برنامې جوړېدل

د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقوقو د کنوانسیون له تطبیق څخه د معلوماتو د راټولولو غونډه، د ۱۳۹۵/۱/۱۸ نېټې د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د بشر د حقوقو د ملاتړ د ادارې د  مسوْل عبدالوحید"هدایت" تر مشرۍ  لاندې او د اړوندو ادارو د ټولو استازو په ګډون، ددې وزارت  د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

لومړی عبدالوحید" هدایت" ددې غونډې د جوړېدو د موخې په اړه، معلومات ورکړل ویې ویل چې ټاکل شوې ده د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت  په روان کال کې د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقوقو د کنوانسیون له تطبیق څخه اړوندې کمېټې ته رپوټ وړاندې کړي.په همدې دلیل  د بشر د حقوقو د ملاتړ اداره چې په دولتي ادارو کې د بشر له حقوقو څخه د ملاتړ د مقررې د ۵ مادې د ۱ او ۴ بندونو پر بنسټ، د بشر د حقوقو د بین المللي کنوانسیونونو له تطبیق څخه د پیګیرۍ  او د بهرنیو چارو له وزارت سره د ملګرو ملتونو د سازمان څارونکو بنسټونو ته د ملي رپوټونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکارۍ مسوولیت پر غاړه لري.   

وروسته د عدلیې وزارت د بشر د حقوقو د ملاتړ ادارې د څارنې او پیګیرۍ د برخې مسوْلې مېرمن راضیه  "صیاد" د پوښتنلیکونو په هکله توضیحات ورکړل او د ادارو د معلوماتو د وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله یې، خبرې وکړې.

په پای کې ګډون کوونکو د پوښتنلیکونو په اړه خپل نظرونه ، مطرح کړل.