عدالت ته د افغانانو د لاسرسي د پروژې سند لاسلیک شو

عدالت ته دافغانانو د لاسرسي د پروژې سند چې د عدالت او بشر دحقوق دمخکینې پروژې پرځای دی. دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عدلیې وزارت او د ملګروملتود سازمان د پرمختیایي ادارې ترمنځ د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د ۱۳۹۵ د وري د (۹) چې د ۲۰۱۶ دمارچ له (۲۸) سره سمون خوري په (۷) نمبرکې،دتمویلوونکو هیوادونو داستازو او نورو دخیلو لوریو په ګډون جوړشوی، لاسلیک شو.

په یاده غوڼده کې دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دعدلیې وزیرښاغلي ډاکټر عبدالبصیر "انور"دنړیوالې ټولنې له مرستو په ځانګړې توګه دملګرو ملتو دسازمان پراختیایي برنامې له ادارې (UNDP)څخه چې په تېرو شپږوکلونوکې دعدالت اوبشرحقوق دپروژې له لارې یې دافغانستان عدلي اوقضایي سکتورڅخه ملاتړ کړی،ډیره مننه وکړه او دعدالت اوبشري حقونو دپروژې د دوهم پړاو له لاسته راوړونوڅخه یې څو نمونې یادې کړې .

دعدلیې وزیر ددې ترڅنګ چې دملګرو ملتونو دسازمان له پرمختیایې ادارې او تمویلوونکو هیوادونو
څخه له عدلیې وزارت سره د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو، دپروژې دکاري برنامو پر اغېزمنتیا او روڼتیا باندې یې ځانګړې تینګار وکړ.

وروسته د (UNDP) دقانون دحاکمیت اوبشري امنیت دبرخې رئیسې میرمن" دان دیل ریو"عدالت ته دافغانانو د لاسرسي د نوې پروژې دسند محتویات غونډې ته وړاندې کړ.

عدالت ته دافغانانو دلاسرسي نوې پروژه، د تقنین، مساعدتونو، حقوقی اوعامه حقوقی پوهاوی، دبشرحقوقو دملاتړ اداره او دعدلیې وزارت دژباړې بورډ د دریوکلونولپاره له مالي اوتخنیکی پلوه ملاتړ کوي .