دعدليې په وزارت کې دمارچ له اتمې دښځې دنړیوالې ورځې لمانځنه

د مارچ له اتمې دښځې له نړیوالې ورځې، دعدلیې په وزارت کې لمانځنه وشوه. په هغه محفل کې چې په همدې مناسبت داداري معینیت اړوند دجندر دآمریت له لوري  د دوشنبې په ورځ ۱۷/ ۱۲/ ۱۳۹۴ دعدلیې وزارت دغونډو په تالارکې جوړشوی و، دعدلیې وزارت رئیسانو، دښځودچارو دوزارت دحقوقو رئیسې، د (GIZ) استازې او یو شمېر نورو مېلمنو او  عدلیې وزارت مامورینو ګډون کړی و.

لومړی دښځوچارو دوزارت د حقوقو رئیسې میرمن عزیزه "عدالتخواه" دمارچ اتمه دښځې دنړیوالې ورځې مبارکې دافغانستان اونړۍ ښځوته وویله، دمارچ داتمې په مناسبت د ښځوچارو دوزیرې الحاج دلبر نظري دمبارکۍ پیغام ولوست . ورپسې دعدلیې وزارت دولت دقضایاوو لوی رئیس میرمحمدانور "سادات" حاضرینوته دښځې دنړیوالې ورځې مبارکي وویله، بیایې دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دعدلیې وزیر داکتر عبدالبصیر"انور" پیغام چې په همدې مناسبت برابر شوی و، ولوست اوپه ۱۳۹۴ کال کې دعدلیې وزارت لاسته راوړنو څخه دجندر دتساوي په اړه یادونه وکړه .

وروسته د(GIZ)ددفترمحترم استازې میرمن کاترین یانسن دمارچ اتمه دښځې نړیواله ورځ د افغانستان اونړۍ ښځوته مبارکې وویله په ټولنه کې دښځې دمقام اود مارچ اتمې د تاریخچې په اړه خبرې وکړې .

محفل، په اخرکې ګډون کوونکوته د ډالیوپه ورکولوسره پای ته ورسېد.