د افغانستان اسلامي جمهوريت له عدلیې وزیرسره د یونیسف د لوی ريیس کتنه

د سه شنبه ورځ په ۴/ ۱۲/ ۱۳۹۴ نېټه

د عدلیې وزارت وزیر جلالتمآب دوکتور عبدالبصیر"انور" دیونیسف له عمومي رئیس ښاغلی آکیل آیر سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.

لومړی دعدلیې وزیر ښاغلي آیر ته ښه راغلاست ووایه، وروسته د اطفالو د جامع قانون په اړه د نظرتبادله وسوه چې ښاغلی آکیل د عدلیې په وزارت کې د اطفالو د جامع قانون له پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه، په مقابل کې دعدلیې وزیر وویل چې داطفالو جامع قانون له هغو قوانینو څخه دی چې دلندن په کنفرانس کې د افغانستان دولت د ژمنې جزء و او ما پخپله دغه طرح لوستې ده او په ضمن کې مې ددغه قانون دلاغني کیدو لپاره د تونس، المغرب، مصر، سوریې ،سوډان د اطفالو قوانین او د نمونه قانون لارښود هم لوستي دي، پردې بنسټ زما نظردادی چې داطفالو په اړه ټول اړوند مسایل په دغه قانون کې ځای کړای شي .

دغونډې په بله برخه کې دواړو لوریو د حقوقي مرستوپه اړه خبرې وکړې، چې دعدلیې وزیر زیاته کړه: زه دحقوقي مرستود وړاندې کولو په باب له عدلیې وزارت سره دهمغږۍ  د رامنځته کولو پلوی یم، دافغانستان اساسي قانون په (۳۱) ماده کې حقوقي مرستې ددولت دنده ګڼلې چې باید دعدلیې وزارت د اړوندې ادارې په وسیله ترسره شي ترڅو ددغو خدمتونو په مضاعف والي سره د هیوادځينی سیمې او ولسوالۍ له دغوخدمتونو څخه محرومې پاتې نه شي.

همدارنګه د اطفالو د اصلاح اوروزنې  د مرکزونو په برخه کې زما نظردادی چې موږ باید داصلاح معیاری مرکزونه ولرو، ترڅو په هغو کې اطفال له نوي سره ښه وروزو، داصلاح په مرکزونوکې باید متخصص او مجرب ارواپوهان وګومارل شي، بلې خواته دعدلیې وزیرد مصالحې دقانون دطرحې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې چې په مقابل کې ښاغلي آکیل زیاته کړه: هغه موضوعات چې په دې طرح کې په اطفالوپورې اړه لري موږ دهغې استقبال کوو اوپه دې برخه کې همکارۍ ته تیاریو.