د عدلیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون تر منځ د تفاهم لیک لاسلیک کول

د ۱۳۹۰/۹/۲۰نېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت اداري مرستیال وزیر سید محمد هاشمي او د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون  د دارالانشا عمومي رئیس سید ذبیح الله ساویز ترمنځ د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو د ارزونو په باب یو تفاهم لیک د عدلیې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.

د عدلیې وزارت اداری مرستیال وزیر د قدردانۍ ترڅنګ، د عدلیې وزارت سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون د تل پاتي همکاریو څخه په ځانګړې ډول د یو شمېر اصلاحاتو په پلي کولو کې مثلا د رتبو او معاشونو او د( PRR)  سیستم له دوي څخه یې وغوښتل تر څو د کار د پلان ، کړنو او د ملکي خدمتونو د مامور د ارزونو ترمنځ مطابقت وجود ولري .

پاتي دې نه وې چې په دې غونډه کې دعدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ، د پالیسي ،پلان او بهرنیو اړیکو رئیس او یو شمېر رئیسانو او د عدلیې وزارت نورو کارکوونکو او د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون استازو حضور درلود.