دافغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د بشر د حقونو نړیواله ورځ ولمانځله.

د افغانستان راتلونکي د ټولو اتباعو د بشري حقونو په رعایت کولو کې انغښتې ده( د ا.ا.ج د عدلیې وزیر)د ۱۳۹۰لمریز کال د لیندې ۱۹ د شنبې ورځ دافغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د بشر د حقونو نړیواله ورځ ولمانځله ،د عدلیې وزارت د رهبرۍ کونکي په حیث ، په ټول هېواد کې د بشر د حقونو رعایت، د ۶۳کلنې د بشر د نړیوالي ورځي د اعلامې د تصویب لپاره ولمانځله .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب په خپلو پیلییزو خبرو کې زیاته کړه :

د افغانستان راتلونکې او د هېواد راتلونکې نسل د اطمینان تر حصول اود بشري له حقونو پورې تړلې ده د بشر د حقونو په نړیواله اعلامیه او د افغانستان په اساسي قانون کې لکه : برابرۍ،عدالت،امنیت او په ټولنه کې د هر شخص ګډه توانایې.

 د افغانستان دولت د بشر د حقونو د پراختیا په برخه کې،په اجرائیه قوه کې د نړیوالي ټولني د پراختیایي برنامو سره یو ځای، له ۲۰۰۹میلادي کال څخه فعالیت پېل کړی ده.د ۲۰۱۰کال د سپتمبر په میاشت کې د عدلیې وزارت او ملل متحد د پراختیایې برنامي د بشر له حقونو څخه د ملاتړ اداره د عدلیې وزارت په چوکاټ کې جوړه کړه  د یادوني وړ ده چې دې ادارې سره د کاناډا ، جرمني ، ډنمارک،ناروی،انګلستان او سویډن هیوادونو مالي مرستي کیږي.

 په افغانستان کې د ملل متحد پراختیایي برنامي رئیس ښاغلی منوچ بسنیات په دې غونډه کې د خپلو خبرو تر څنګ زیاته کړه: په راتلونکي کال کې به ملل متحد په پراختیایي برناموکې یواځې د ملاتړ په توګه د افغانستان له دولت سره پاتي نه شي ،بلکه تخنیکي ملاتړ به هم د بشر د حقونو د ترویج او پراختیا په برخه کې په مرکز او ولایتونو کې به ادامه ورکړي.

د بشر له حقونو څخه د لمانځلو په غونډه کې ،د عدلیې ،ملي دفاع،بهرنیو چارو،کورنیو چارو،کار او ټولنیزو چارو،عامې روغتیا،اوبو او برېښنا،دکلیو د بیا رغاوني وزارتونو ،د پارلمان استازي او د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون استازي سره راټول شوي وه او د افغانستان د دولت د بشر د حقونو د اړتیاوړ لومړیتوبونه لکه: د روغتیا حق،د ښوونې او روزنې حق، د امنیت حق، د ښځو او ماشومانو پروړاندې د تاوتریخوالی د منع حق چې په اساسي قانون کې تضمین شویده ، د خوښۍ وړ خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.