د همکاری تفاهملیک لاسلیک

د 1394 هجری لمریزکال د تلی د میاشتی په 6 نیټه د ماشومانو د اصلاح او روزنی مرکزونو عمومی ریاست او د تولنیزو خدمتونو او روزنیز موسسی) (SESO سره دوه اړخیزه تفاهم لیک دافراطیت او بنیادګراېی د مخنیوی په اړه چه په شپږ ولایتونو لکه کابل-هرات-کندهار-هلمند- لوګر و ننګرهار کښی ترسره کیږی،  لاسلیک شول.

ددی تفاهملیک سره یاد موسسه د شکمن، ټورن او محکوم هغه ماشونو چی د داخلی او خارجی جرمونو سرغړونکی وی د اسلامی ، روانی ،اجتماعی او روزنیز برنامی سره هغوی بیا وروزی ترڅو هغوی کله چی د مراکز اصلاح څخه خوشی کیږی وکولای شی د قانومند، صلحپال او مفید شخصیت سره د خپلو کورنی غیږ او تولنی ته وړاندی شی.

نوموړی پروژه امتحانی بڼه لری  د فعالیت موده ئی د ۱۳۹۴/۷/۸ تر ۱۳۹۵/۷/۷ اعتبارلری او په پایله کی د بررسئ نه ورسته د دواړو خواوو د موافقی سره تمدید او نورو ولایتونو ته هم پراخه کیدای شی.

د یاددونی وړ ده چه په دغه نژدی وختونو کی د داخلی او خارجی امنیت پرضد سرغړونکی د بی څاری ډول سره مخ په زیاتیدو دې او اوس د اطفالو د سرغړونو په ګراف کی صعود کړی دی .

هلیه مند یو چه په پورتنی تفاهملیک د پلی کیدو سره وکولای شو چی دغو شوم اعمالو ته دکموالی راوستلود پاره وچټ ګامونه واخلو او سرغړونی ماشومانو او خپله ګران هواد ته هوساینی په برخه کړو.