د فرانسي د سفارت ځانګړې سلاکار د عدلیې وزیر سره ولېدل

 د ۱۳۹۰/۹/۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د فرانسي د سفارت ځانګړې سلاکار ښاغلی فیلیپ لاریو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د نوموړۍ د کار په دفتر کې ولېدل او د خوښۍ وړ خبرې  یې ورسره وکړي.                                                       

دواړو خواوو دهغه استراتیژیک تړون په اړه چی ممکن په نژدي وخت کې د فرانسي او افغانستان هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي او له دې تړون سره سم به فرانسه ژمن شي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې په عام ډول او په ملکي برخو کې په ځانګړې ډول زیاتي مرستي وکړي.

البته یادونه وشوه چې د عدلیې وزارت او نور ټول وزارتونه چې په دې تړون کې دخیل دي کولای شي د تغیراتو او تعدیلاتو په واردولو سره د تړون د موادو په باب خپل وړاندیزونه راولیږي او د دوي وړاندیزونه به ومنل شي ځکه چې دا تړون به تحمیلی اړخ ونه لري چې د فرانسي د هېواد دغه اقدام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر له ګرم استقبال سره مخامخ شو او نوموړۍ ژمنه وکړه چې ددې تړون د دري متن له ترلاسه کولو څخه وروسته به ددی تړون مطابقت له اساسي قانون او نورو کورنیو قوانینو سره سم ،به په هغه باندې اړوند دقت وکړي او خپل ګټور نظر به په دې اړه وړاندې کړي .

پاتي دې نه وي چې یو څو ورځې وړاندې د فرانسي جمهور رئیس نیکولا سرکوزی د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی سره ددې تړون په اړه خبرې اترې کړی دي.