د هرات ولایت مخورو او مدني ټولنو بنسټونو استازو له عدلیې وزیر سره ولېدل

 د 12/9/1390نېټهد شنبې په ورځ د هرات ولایت د پنځو ولسوالیو قومي مخورو او استازو او مدني ټولنو بنسټونو استازو او هرات ولایت د ښځو د ټولنیزو خدمتونو مؤسسې رئیس او غړو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د نوموړۍ د کار په دفتر کې ولېدل او خبرې اترې وکړي                                                

 د دوې لېدنه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ د منع قانون د خلا د پورته کولو او د کورنۍ د قانون د غنی کولو په اړوند نظریات تشکیلوله په دې اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر په بشپړه توګه د یادو شویو قوانینو په اړه معلومات وړاندې او په شرعي او دیني بعدونو باندې روښنایې واچوله او د هر یوه یوه د قناعت وړ و ګرځیده .                       

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر زیاته کړه له انقلابونه څخه پخوا په کورنۍ نظام کې  موږ دداسې بې نظمې ګانو شاهد نه وه  ولي په خواشینۍ سره انقلابونه او اوږده جنګونه ددې لامل شول  چې زموږ د ټولنې افراد له اصل څخه فاصله ولري چې پایله یې په ټولنه کې ګډوډې شوه ولي موږ باید بنسټیز اصول او شریعت دداسي حوادثو قرباني نه کړو بلکې په هغوې باندې پای بند او کلک ودریږو

په پای کې د عدلیې وزیر د هرات خلکو سره ژمنه وکړه چې د ودونو د ثبت په برخه کې به مقتضی اقدامات وکړي.