د امریکا د سفارت د قانون د واکمنۍ د څانګي دسفیر مرستیال جنرال مارو(Morrow)د عدلیې وزیر سره ولېدل

د۱۳۹۰/۹/۹نیټه د چهارشنبي په ورځ دامریکا د سفارت د قانون د واکمنۍ د څانګي دسفیر مرستیال جنرال مارو(Morrow) د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د هغه د کار په دفتر کي ولېدل.

په دې لېدنه کې دواړو اړخونو د افغانستان د عدلي سکتور دوضعیت د ښه والي په اړه په ځانګړې ډول د عدلیې وزارت د چارو د ښه والي په اړه او همدارنګه د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د منع قانون باندي د خوښۍ وړ خبرې وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر د امریکا د متحدو ایالتونو له همکاریو څخه د عدلي او قضایي څانګو کې مننه وکړه. او په دې برخه کې د لازیاتو مرستو غوښتونکي شو.

وروسته ښاغلي جنرال مارو(Morrow) د عدلیې وزارت له متقابلو همکاریو او د لازمو سهولتونو د برابرولو په اړه مننه وکړه او په دې برخه کې د لازیاتو مرستو ژمنه وکړه .