د عدلیې وزارت او نړیوال سره صلیب کمیټي (ICRC) تر منځ د همکاریود تفاهم لیک لاسلیکول

د ۱۳۹۰/۹/۶نیټې د یک شنبي په ورځ د عدلیې وزارت او نړیوال سره صلیب تر منځ د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک شو.

دا تفاهم لیک د عدلیې وزارت د اداري معین سید محمد هاشمي او د (ICRC )د څانګي د مرستیالي آغلي سکورسکا تر منځ په کابل کې د اطفالو د اصلاح او روزني دمرکزونو د عمومي رئیس محمد صدیق صدیقي په ګډون ، د اطفالو د اصلاح او روزني دمرکزونو د حفظه الصحه د ښه والي په هکله لاسلیک شو.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC )د عدلیې وزارت سره توافق کړي چې په توقیف ځایونو کې په ملي کچه  د انجنیري په څانګو کې خپلو فعالیتونه او د کاري همغږي د لرلو په منظور، چې د اوبو  ذخیره کولو ، حفظه الصحه او د پخلي ځای په جوړولو کې له عدلیې وزارت سره همکاري کوي.

له دې تفاهم لیک سره سم ، د سره صلیب نړیواله کمیټه (ICRC )لاندې همکاري د کابل ولایت د اطفالو د اصلاح او روزني مرکزونو کې سرته رسوي.

د نوی نل ځغلولو سیستم وصلول (په بیلابیلو ډیزینونو کې) د ځان مینځلولو او بیت الخلا ځایونه.

بیت الخلا ، د لاس مینځلو او شیردانونو بدلول.

د ساختمان دننه رنګول.

د ژمي د سړي هوا په مقابل کې د نلونو د سیستم برابرول.

دبیت الخلااو د پلي تو اوبو لپاره دنوي نلونو نصبول.

د حوضو ترمیمول

تر زمکي لاندې د ساختمانونو د اوبو د شپږو ذخیرو خالي کول

ددې پروژې عملي کار به له ارزیابي او لومړنیو بررسیو څخه وروسته ژر پیل شي