د عدلیې وزیر سره د چک هېواد د سفیر لېدنه

د ۱۳۹۰/۸/۱ نېټې د یک شنبې په ورځ د چک هېواد سفیر ښاغلی پترپلز د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د نوموړۍ د کار په دفتر کې ولېدل.

لومړۍ د عدلیې وزیر په افغانستان کې مقیم ، د چک هېواد سفیر ته ښه راغلاست ووایه ، وروسته یې د تاریخ په اوږدوکې د دواړو هېوادونو ترمنځ  د نیکو مناسباتو لرلو ته کتنه وکړه .

په مقابل کې د چک هېواد سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو تاریخچي باندې رڼایې واچوله اوزیاته یې کړه له افغانستان سره زموږ دیپلوماتیکي اړیکي له ۱۹۳۷کال څخه پېل شوې او اوس هم له افغانستان سره په ملکي برخو کې د مرستو ژمن یو.

ورپسې د هېواد د عدلیې وزیر له افغانستان سره د چک هېواد د مرستو له ژمنو څخه د قدردانۍ تر څنګ وویل: په ملکي برخو کې مرستي او همکاري د ملتونو تر منځ د دوستي د نژدیوالي لامل ګرځي مګر په پوځي برخو کې همکاري ممکن د هېوادونو ترمنځ د خفګان لامل وګرځي .

په پای کې دواړو اړخونو د لوګر ولایت د محبس د کار د پرمختګ په اړه خبرې وکړي چې د عدلیې وزیر په دې برخه کې لازمې لارښووني وکړي.