د بشر له حقونوڅخه د ملاتړ واحد درېمه غونډه د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر مشرۍ لاندې جوړه شوه

د ۱۳۹۰/۷/۲۰نیټې د چهارشنبي په ورځ  د عدلیې وزارت د بشر له حقونو څخه د ملاتړ واحد د رهبرۍ  د کمیټي دریمه ناسته:د بهرنیو چارو ، د ملي دفاع ، د ښځو چارو ، د عامي روغتیا، د کار او ټولنیزو چارو ، د مدني ټولني  او د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د استازو په ګډون د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب تر مشرۍ لاندې د نوموړۍ د کار په دفتر کې جوړه شوه د عدلیې وزیر د خپلو خبرو په جریان کې د کمیټي غړو ته په وینا کې وویل:

که څه هم زموږ هیواد څو لسیزو جنګونو ځپلي او موږ تراوسه پوري په خپله ټولنه کې د انساني حقونو د مواردو د ماتولو شاهدان یو ، دا د دولت دنده ده چې له دې پدیدي سره مبارزه وکړي او دي ستونزو څخه د وتلو لپاره ټولییز مرستي ته اړتیاده چې په همدې لحاظ موږ د عدليې وزارت په چوکاټ کې د بشر له حقونو څخه د ملاتړ واحد جوړ کړي ده څو په دې برخه کې عملي اقدام تر سره کړي. په دې غونډه کې  د عدلیې وزارت د بشر له حقونو د ملاتړ واحد کاري رپوټ ددې اداري د تشکیل له پیل څخه تر اوسه پوري د غونډې غړو ته وړاندي کړ.چې د ګډونوالو د خوښۍ وړ و ګرځیده.

په پای کې د عدلیې وزیر د غونډې د غړو وړاندیزونه اونظریات واوریدل همدارنګه د هیواد د عدلیې وزیر د کمیټي د رهبري د غړو څخه غوښتنه وکړه چې دي موضوع ته په سطحي ډول ونه ګوري. بلکه په دې لاره کې دې فعالانه اقدام وکړي . د بشر له حقونو څخه د ملاتړ واحد اداره د عدلیې وزارت په چوکاټ کې نوی جوړه شوي ده.