د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو د لومړۍ کنفرانس په ختم کې د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب ګډون

 د اطفالو د اصلاح او روزني لومړنۍ کنفرانس چې د ۱۳۹۰/۷/۱۹لمریز کال د سي شنبي په ورځ د ا.ا.ج د عدلیې وزارت په نوښت د کابل ستار په میلمستون او د عدلي او قضایي سکتور د ملاتړ د موسسي په  مالي مرسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ، لوي څارنوالۍ ، سترې محکمې ، د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو ولایتي  آمرینو  او د هیواد د اطفالو او اصلاح د مرکزونو د عمومي رئیس په ګډون جوړ شوي وه د ۱۳۹۰/۷/۲۰نیټه د چهارشنبي په ورځ د ا.ا.ج د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب په ګډون پای ته ورسید.

د هیواد د عدلیې وزیر لومړۍ د عدلي او قضایي سکتور د ملاتړ له موسسي څخه قدردانۍ وکړه وروسته د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو مسولین يي خپلو مسولیتونو ته متوجه کړل او زیاته یي کړه چې په لومړۍ قدم کې باید اصلاح له خپل ځان څخه پیل کړي څو وروسته د اطفالو د اصلاح سبب شي له جرمي انګیزي سره هغه وخت مبارزه شوني ده چې مجازات له جرمي عمل سره متناسب طرحه شي ، تاسو باید له زده کړییزو پروګرامونو او  له ټولو  سالمو مصروفیتونو سره سم اطفال مصروف وساتي څو د خطا کولو مرتکب نه شي ، اطفال چې له تاسو سره ساتل کیږي د رشد په سن کې قرار لري او په یو زیات خطرناک حالت کې قرار لري چې د جدي مراقبت ایجاب کوي ، هغه اطفال چې د تابعیت تذکره لري د سن د تعین لپاره د عدلي طب ته مه روانوي ځکه هلته د ناوړې کټې اخیستنې زمینه زیاته برابریږي.

 وروسته د هیواد د عدلیې وزیر:عامي روغتیا، کار او ټولنیزو چارو، کورنیو چارو او لوي څارنوالۍ د اصلاح له مرکزونو سره د مرستو غونښتونکي شو چې باید یادشوي ارګانونه له دغه لوي مسولیت څخه خپلي اوږي خالې نه کړي او باید د اطفالو د اصلاح او روزني له مرکزونو سره دلسوزانه همکاري ولري.

غونډه د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو آمرینو ته د عدلیې وزیر پواسطه  د تصدیق لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسید