د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو د آمرینو لومړنۍ کنفرانس جوړ شو

د ۱۳۹۰/۷/۱۹لمریز کال د سي شنبي په ورځ د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو د آمرینو لومړنۍ کنفرانس  د عدلیې وزارت د اداري معین قانونوال سیدیوسف حلیم ، دلوي څارنوالۍ د څیړنو مرستیال ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین ، د ستري محکمي استازي او دهیواد داطفالو اصلاح او روزني د مرکزونو د آمرینو  په ګډون ،د عدلیې وزارت په نوښت  او د عدلي او قضایي سکتور څخه د ملاتړ د مؤسسي  یاJSSPپه مالي مرسته   د کابل ستار په میلمستون کې جوړ شو.

 په دې کنفرانس کې لومړۍ د عدلیې وزارت  اداري معین خبرې وکړي او میلمنو ته  د ښه راغلاست تر څنګ  یې د اطفالو حقوقو ته چې د اساسي قانون په ۵۴ماده کې ، د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو قانون او د اطفالو د اصلاح او روزني مرکزونو د چارو په مقرره کې انعکاس پیداکړي ده اشاره وکړه او همدارنګه وي ویل چې اطفال سرغړونکي دي نه مجرم، بنآ د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو مسؤلین مکلف دي د اطفالو په ښوونه او روزنه ، د زده کړییزو او حرفوي وسایلو په برابرولو، روغتیايي ستونزو ته رسیدګي او اطفالو ته د آزار او اذیت نه ورکول  او باید له اطفالو سره ښه تګ وشي او په پای کې هیله لرم څو په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د اطفالو داصلاح او روزني د مرکزونو  د وضعیت د ښه والي لپاره یوه مناسب د حل لاره پیداکړئ.

 په دې کنفرانس کې د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو قانون او د اطفالو سرغړونو ته د رسیدګي په قانون باندې چې د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو له رئیسانو سره اړیکي لري ، صورت ونیوه.

په دې کنفرانس کې د هیواد له ۳۴ ولایتونو څخه د اطفالو د اصلاح او روزني د مرکزونو آمرینو ګډون کړي وه.