عدلیې وزارت د سیمه ییزو ادارو په کچه د اړتیا سنجولو زده کړییز ورکشاپ جوړ کړ

د ۱۳۹۰لمریز کال له ۴څخه تر۵نیټي پوري د کابل ښار د صافي لاندمارک میلمستون کې  د عدلیې وزارت د انساني سرچینو ریاست لخوا د سیمه ییزو ادارو په کچه د اړتیا سنجولوزده کړییز دوه ورځنې ورکشاپ د ولایتونو د عدلیې ریاستونورئیسانو او اداری او مالي مدیرانو لپاره جوړ کړ.

دغه ورکشاپ د دوه ورځو لپاره د سهار له ۸:۳۰ څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰بجو پوري دوام درلود  چې د نړیوال بانک په مالي مرسته جوړ شوی وه . په دې ورکشاپ کې د ولایتونو دعدلیې  له رئیسانو ،اداري او مالي مدیرانو   ۶۰تنوګډون کړی وه .

په دغه ورکشاپ کې د زده کړییزو اړتیاسنجولو  دفورمود ډکولو څرنګوالۍ د عدلیې وزارت د انسانۍ سرچینو ریاست له خوا ترتیب شوی وه د ولایتونو د عدلیې رئیسانو او اداري او مالي مدیرانو لپاره توضیح او تشریح شو څو د ولایتونو د عدلیې رئیسان او اداري او مالي مدیران خپل  د کارکوونکو د زده کړییز اړتیاوړ په صحیح ډول سره وارزوي او روښانه کړي چې کومو زده کړییزو پروګرامونو ته اړتیا لري ، همدارنګه هغوی ته لارښوونه وشوه چې د کارکوونکو له اړتیا سنجولو څخه وروسته د هغوی فورمي مرکز ته راولیږي څو د انساني سرچینو ریاست د همغو فورمو پر بنسټ زده کړییز پروګرامونه د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د کارکوونکو لپاره جوړ کړي.

ددې ورکشاپ په دوام معلومات( presentation) د زده کړییزو اړتیاسنجولو په اړه ،د فورمو د ډکولو عملي کار،د تدارکاتو په اړه معلومات، د زده کړییزو اړتیاسنجولو د فورمو لنډه توضیح او همدارنګه ګډونوالو ته د کارکونکو د کړنو د ارزونې فورمې ورکړل شوي.

 ددې ورکشاپ په پای کې د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب ، د وزارت اداري معین قانونوال سید یوسف حلیم او د عدلیې وزارت د مرکزي ریاستونو یو شمیر رئیسانو د ولایتونو د عدلیې رئیسانو د شکایتونو، ستونزواو وړاندیزونو اوریدلو ته وخت ورکړ او د حل لپاره یې هغوی ته اړوند لارښوونې  وکړه.

 په پای کې د عدلیې وزیر د ولایتونو د عدلیې له رئیسانو څخه وغوښتل څو کمي او کاستي تحمل کړي او په یو قوي عزم او په خپل وجدان ولاړخپل مسولیتونه او خپل دیني او ملي وجیبي د خلکو او خپل هیواد په برابرکې ادا کړي.

 د یادولو وړ ده چې د زده کړییزو اړتیا سنجولو برنامه د کارکوونکو د زده کړییزو اړتیاوو د معلومولو په منظور د هغوی د ظرفیت لوړولو په خاطر د عدلیې وزارت د انساني سرچینو ریاست لخوا څخه طرحه شوي وه.