د عدلیي وزیر سره د وزیر قونسلر آغلی پیا ستجرنوال او په کابل کي د فنلند د سفیر مرستیال ولیدل

د 6/7/1390 نیټې د چهارشنبی په ورځ آغلی ستجرنوال په داسی حال کی چی د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقوقو د ریاست مرستیال ورسره ملګرتیا کوله د افغانستان د اسلامی جمهوریت د عدلیې وزیر څارنپوه حبیب الله غالب سره د خپل کار په دفتر کی ولیدل.

په سرکۍ په افغانستان کی مقیم د فنلند سفیر د استاد ربانی شهادت یوه نه جبرانیدونکی ضایعه وبلله او د هیواد عدلیی وزیر ته یی تسلیت وراندی کړ، په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزیر د استاد رباني ښه اخلاقو ته د اشاري تر څنګ ، د نوموړۍ شهادت یو نه جبرانیدونکی ضایعه وبلله.

وروسته د فنلند د سفیر مرستیال زیاته کړه چې موږ   ، د افغانستان له دولت سره د ملګرو ملتونو د امنیت شوري د ۱۳۲۵قطعه لیک په اړه یو ه موافقه لیک لاسلیک کړی ده ، چې د هغې پر بنسټ یوه کمیټه د لسو وزارتونو په استازیتوب جوړه کړو څو دا کمیټه د بشر د حقونو موضوعات او په ځانګړي ډول د ښځو حقوق او د ښځو ګډون د افغانستان په پوځي ځواکونو کې بررسي او د دغو فکتورونو په غښتلیا کې کار وکړي.

د فنلند د هیواد  او د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د هیواد د عدلیې وزیر د استقبال وړ و ګرځیده او د هیواد د عدلیې وزیر ژمنه وکړه څو د عدلیې وزارت په استازیتوب یو باصلاحیته استازی دې کمیټې ته وروپیژني.