په دولتي بنسټونو کې د جندر د وضعیت پېژندنه

د ۱۳۹۰/۶/۲۲نېټې د سه شنبي په ورځ د عدلیې وزارت په مقرکې په دولتي بنسټونو کې د جندرد وضعیت په اړهغوڼډهجوړه شوه، په دې غونډه کې د وزارتونو استازي، د مدني ټولني بنسټونه،د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون او یوشمېر بهرنیو ډونرانو (مرستندویانو) استازي ګډون کړي وو.

لومړی د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال قانونپوه داکتر محمد قاسم هاشمزی د جندر د موضوع په اړه،دنارینه وو او ښځو د حقونو د برابرۍ په اړوند خبرې وکړې. یادونه یې وکړه چې د ښځو چارو وزارت د جندرلپاره د یو محور دی چې  په ټولو وزارتونو کې د جندر واحد تشکیل کړی په یو شمېر وزارتونو کې عملآ فعالیت لري او په یو شمېرنورو وزارتونو کې د ستونزو له امله نوموړی واحد نه دی تشکیل شوی بلکې خپل استازي د ښځو چارو وزارت ته ورپېژندلي، موږ باید کوښښ وکړو څو خپل ځان د جندر له سیستم سره سم عیارکړو، څو دغه واحد په دولتي ادارو کې په عملي ډول تطبیق کړو.

وروسته  د ښځو چارو د وزارت مسلکي مرستیالې سیده مژګان مصطفوي په اړوندو ارګانونو کې د جندر د تطبیق د ساحي د رپوټونو د برابرولو ، ارزونې او څارنې د واحد د جوړښت په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه چې تېر کال د ښځو چارو وزارت کوښښ وکړ، ترڅو د څارنې او ارزونې واحد جوړکړي ،څو ټول رپوټونه په سستماتیک ډول و څېړي چې له دې مخکۍ  دا کار وجود نه درلود او د ښځو چارو وزارت د جندر د واحد د تطبیق په اړه تل له تاسو سره همکار دی د جندر مسْله یوه ګډه مسْله ده ، يواځې په دولتي ادارو پوري اړه نه لري بلکې نړیوالي ټولني پوري هم تړاو لري.

 په پای کې د عدلیې وزارت د بشر له حقونو څخه د ملاتړ واحد، رئیس ښاغلی فیض د جندر د وضعیت د ارزونې په اړه خبرې وکړې زیاته کړه : د ښځو چارو وزارت ته زموږ وړاندیز دادی څو یوه شبکه جوړه کړي چې عام خلک وکولای شي د دې شبکې له لارې بشپړ پوهاوۍ ترلاسه کړي او بله داچې له ټولو سره نظریات شریک کړي څو په جندر کې زیات اصلاحات په سترګو شي اوهمدارنګه د ښځو چارو وزارت لخوا یو هیئت وټاکل شي څو ټول هغه ارګانونه چې د جندر واحد په هغو کې فعالیت کوي تر خپلي څارنې لاندې ونیسي. او له هغو څخه رپوټ وغواړي او هغه لاملونه چې د جندر د پرمختیا مانع ګرځي پېداکړي، څو د حل لاره ورته پېداکړي.