په دارالامان کې د عدليې وزارت د نوی ودانۍ پرانستل شوه

 ۱۳۹۸ کال د زمری ۸

دغه ودانۍ د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د جمهور ریس د دووه یم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش، لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، او د عدليې د وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور په واسطه د کابینې د غړو، د عدليې وزارت د معینانو، ریسانو او کارکوونکو او یو شمېر کورنیو او بهرنیو میلمنو په شتون پرون د کابل ښار په دارالامان کې پرانستل شوه.

د عدليې وزیر په دغو مراسمو کې لومړی د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په مناسبت د افغانستان دولت او پتمنو خلکو ته مبارکې وویله او وروسته يې د هېواد د عدلي او قضايې نظام د سل کلنې تاریخچې، د عدليې وزارت د تشکیلاتي وضعیت، اساسي کړنو، کار چلنجونو او د نوی ودانۍ په باره کې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: د عدليې وزارت د افغانستان یو عمده او مهمو ستونزو څخه دی چې کابو سل عمر لري. دغه وزارت د ملي وحدت د حکومت په دوره کې خپل تشکیلات او کاري جوړښتونه په دقیقه توګه بیا وکتل او په پایله کې يې په دې بریالی شوی دی چې د ټولنیزو چارو معینیت، د بشر د حقوقو و ملاتړریاست، د بهرنیو اړیکو ریاست، د رسمي سندونو د تصدیق او ژبارې ریاست، او یو شمېر مسلکي بستونه رامنځته کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې د عدليې وزارت د ملي وحدت د حکومت په دوره کې په دې بریالی شوی دی چې د ۴۱۶ تقنیني سندونو تدقیق او د پړاوونو د تیرولو، د زرګونو جریبه دولتي ځمکو له غضب څخه د مخنیوي، د سلګونو زرو عریضو او د حقوقي دوسیو د ثبت د پړاوونو د تیرولو اوو څه د پاسه ۳۰ زره بیوزلو تورنو کسانو له حقوقو څخه د دفاع په لاره کې اقدام وکړي.

د دې ترڅنګ د تقنینی ستاژ او د حقوقي ستاژ رامنځته کول، د حقوقي-تیلفوني مشوری ورکولو د مرکز رامنځته کول، د تقنیني سندونو، د انسان د قاچاقو او د حقوقي مساعدتونو د دیتابیسونو جوړول، د عدليې په وزارت کې د ښځو د شتون د زمینو برابرول، له قانون څخه دد سرغرونکو اطفالو او د ولایتونو د عدليې ریاستونو لپاره د معیاري ودانیو جوړول د لیسانس او ماسترۍ په کچه د وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د لوړو او مسلکي زده کړو لرونکو افرادو د استخدام په منظور اعلان ته د عدليې وزارت د ۴۲۰ مسلکي بستونو سپارل او ... د هغو کارونو یوه برخه ده چی دعدليې وزارت په دې دوره کې ترسره کړي دي.

د عدليې وزیر په دغو مراسمو کې زیاته کړه چي بشري ځواک، تجهیزات، بستونه او مالي سرچینې د یوې ادارې له مهمو اړتیاوو څخه دي. د عدليې وزارت اوس له دوو ولایتونو په استثنا د مرکز او ولایتونو په کچه د تجهیزاتو او بستونو په لحاظ خپلې ټولې ادارې سمبالې کرې دې.

د هېواد د عدليې وزیر دغه راز وویل چې په ۲۴ ولایتونو کې د اطفالو د اصلاح او روزنې د مرکزونو جدي کمښت، په ولسوالیو کې د کاري دفترونو نشتوالی، د دولت د قضایاوو او د حقوقو په لویو ریاستونو کې د تشکیل کمښت، له اړوندو قوانینو سره سم  د حقوقو، د دولت د قضایاوو او د حقوقي مساعدتونو د لویو ریاستونو مسلکي کارکوونکو ته د معاش او مسلکي امتیازونو نه ورکړه، د دې ادارې د چلنجونو له جملې څخه دي.

هغه دغه راز دوام ورکړ چې د دې وزارت د مسلکي غړو د معاش د زیاتوالي طرحه د مالیې وزارت ته لیږ شوې وه. خو په دې باره کې تر اوسه پورې کوم پرمختګ ندې موندلې.

دغه راز استاد دانش د قانون جوړونې په برخه کې د ملي وحدت حکومت د لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې د څه د پاسه ۴۰۰ تقنیني سندونو د پړاوونو تېرول بی ساري دي. هغه په هېواد کې د قانون جوړونې د بهیر د ستاینې په ترڅ کې وویل چې له متني او محتوايې له پلوه، اغیزې اچونې د کچې په خاطر دا تر اوسه پورې هم د قانون جوړونې په برخه کې نیمګرتیاوې شتون لري چې زیاتی هڅې او پانګونې ته اړتیا لري.

د جمهوري ریاست دووه یم مرستیال په ملي شورا په نیوکې سره وویل: ملي شورا سره له دې چې د قانون جوړونې په بهیر کې اصلي رول پرغاړه لري خو په بده مرغه د دوو وروستیو تقنیني دورو په بهیر کې په دی ندی بریالی شوی چې زیات نوښت څخه کارواخلی او له معمول سره سم د حکومت طرحه يې په ډیر کم تعدیل سره تصویب کړي دي او ډیر کم يې څو لنډو قانوني مادو په طرحې اقدام کړی دی.

استاد دانش وویل چې ډیرعدلي او قضايې سیستم د جوړښت له پلوه د ستونزو لرونکی دی او د هېواد د عدلي او قضايې ادارو تر منځ یو ارګانیک پیوند شتون نه لری. په داسې حال کې چې دا ټول له یوه ځنځیر سره د نښتوکړیو په شان، د یو بل بشپړونکي دي او د یو بل پرته اغیزمن توب او ګټورتوب نه لري.

هغه د عدليې وزارت له کړنو څخه د ستاینې په ترڅ کې وویل چې د علمي او مسلکي ظرفیت ټیتوالی او د امکاناتو کمښت په عدلي او قضايې بستونو کې له جدي چلنجونو څخه دي.

د هېواد لوی څارنپوه محمد فرید حمیدي هم د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د سلمې کالیزې او د عدليې وزارت د نوی ودانۍ د پرانستلکیدو له امله د افغانستان خلکو او د دې وزارت کارکوونکو ته مبارکي وویله او د تاریخ په اوږدو کې يې د نړۍ د سترو قدرتونو په وړاندې د افغانستان د خلکو د دریدو یادونه وکړه. هغه د عدليې وزارت له کړنو څخه مننه او قدرداني

څرګنده کړه او په کیفیت سره د خدمتونو په وړاندې کولو کې يې د مناسبې کاري فضا لرل مهمه او ضروري وبلل.

ښاغلی حمیدي د عدليې له وزارت سره د همکارۍ ژمنه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه چې دغه وزارت د یوی دغه شان ودانۍ خاوند شوی دی.

ددغو مراسمو په پای کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې په لاره کې د هېواد د جمهوري ریاست دووه یم مرستیال د همکاریو د ستاینې په منظور د عدليې د وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د مشر تابه هیت او د یو شېمر ځانګرو میلمنو له لوري د ستاینې لوحې په دالۍ کولو سره د هغوې  درناوې وکړه. د یادونې وړ ده چې د دې ودانۍ د بنسټ دبره (۱۳۹۳ه ش) کال د لړم په میاشت کې د جمهور ریس دووه یم مرستیال جلالتمآب قانونپوه سرور دانش په واسطه کیښودل شوه. دغه ودانۍ او د هغې ملحقات د ۲۵ جریبه ځمکې په مساحت کې د افغانستان د دولت له بودیجې څخه او د نړیوال بانک په مالي مرستې سره (۵۳۱۴۹۲۲۰۴) افغاني په ټول لګښت جوړه شوې ده. د عدليې وزارت نوی ودانۍ ۵ پوړونو کې جوړه شوې ده چې ۲۸۶ خونې او ۸۲ تشنابونه لرې.