د عدليې وزیر د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM) له لوی ریس سره وکتل او خبرې ورسره وکړې

۱۳۹۸ د چنګاښ ۲۹

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر او د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون ریس جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور د  مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM)  له لوی ریس لورینس هارت سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې دواړه لورو د انسان له قاچاقو او د مهاجرینو له قاچاقو سره د مبارزې او له دغې پدیدې سره د مبارزې په کار کې د عدليې له وزارت سره د دغه سازمان د مرستو په هکله خبرې وکړې.

په پای کې د مهاجرت د بین المللي سازمان (IOM)  ریس د عدليې له وزارت سره د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.