له 354 داوطلبانو کسانو څخه ۲۳ تنو حقوقي عامه پوهاوي مبلغ بست ته د تقریري آزموینې یا مرکې ته لاره وموندله

د عدليې وزارت څوموده وړاندې له ۳۵۴ تنو څخه د حقوقي عامه پوهاوي مبلغ له ۵ بستونو کې د ګډون شاملېدو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون استازو په شتون او څارنه کې تحریري آزموینه واخیسته.

له دوی څخه ۲۳ تنو تقریري آزموینې یا مرکې ته لاره وموندله. چې تر څو ورځو پورې به دوی ته بریښنالیک او د اړیکو شمېرو له لارې خبر ورکړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې د تېرو دریو میاشتو راهیسې د آزادې سیالۍ له لارې د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو د فارغانو څخه ۵۵ تنه په عدليې وزارت کې استخدام شوي دي.

همدارنګه د شاوخوا ۴۲۰ بستونو اړوند شکایتونو ته د ارزونې او رسیدګۍ بهیرچې د شارت لست پروسه یې سر ته رسیدلی او په دې بستونو کې د نه شارت لست څخه شکایت لري، پیل شوی دی.

ښايې چې په نږدې راتلونکې کې د دې بستونو د کانکور آزموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري په لاره واچول شي.

د عدليې وزارت په استخدام بهیر کې د روڼتیا رامنځته کولو ته ژمن دی. دغه وزارت کوښښ کوي چې خپل تش بستونو کې د وړ کسانو د شتون لپاره زمینه برابره کړي.