د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت رهبرۍ شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

۱۳۹۸ د چنګاښ ۲۰

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت رهبرۍ شورا د یاد وزارت د وزیر ښاغلي عبدالبصیر انور په مشرۍ ناسته ترسره کړه چې، پکې د دغه وزارت اړوندو ریاستونو استازو او معینانو ګډون کړی و. په یاده ناسته کې د مدني بنسټونو او سیاسي ګوندونو لپاره د ډیټابیس پر جوړولو، د ګوندونو د لوایحو او قوانینو د ارزونې کمیټې پر جوړولو، د ټولنو او د معاملاتو رهنماګانو پورې اړوندو مسایلو، د ملي پالیسۍ جوړولو اړتیا، د ملي بنسټونو او سازمانونو پر فعالیتونو او همدا راز د عدلیې وزارت د کارونو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره پر اړوندو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده چې، د عدلیې وزارت په سطحه د رهبرۍ ناسته تل یو بل پسې په نوبتي شکل ترسره کېږي، چې پکې د یاد وزارت پورې اړوند پر مهمو مسایلو بحث او خبرې کېږي.