په عدليې وزارت کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بایومتریک او د اطلاعاتو د ثبت بهیر پیل شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو د مدیریت د اطلاعاتو په سیستم (HRMIS) کې د عدليې وزارت د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بنسټیزو اطلاعاتو د او بایومتریک بهیر د دغه وزارت د رهبرۍ د معلوماتو په ثبت سره پیل شو.

د دې وزارت تشکیلاتی سقف ۱۳۹۷ کال کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بستونو د مجموعي شمیر ۳ زره او ۶۵ وو چې په مرکزي او لایتي برخو کې کار کوي.

د عدليې وزیر ښاغلي ډاکټر عبدالبصیر انور د بایو متریک د بهیرله پیل څخه په دغه وزارت کې هرکلۍ وکړ.

او ژمنه يې وکړه چې د عدليې وزارت د دغه مهمې برنامې په تطبیق کې لازمې همکاري وکړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د یوه کمېشنر په وینا: د بشري سرچینو د اطلاعاتو سیستم یومنظم، معتبراو خوندی سیستم دی، چې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو دقیق شمیر او د ملکي خدمتونو کې شته بستونه مشخصوی، د تصمیم نیولو او پاليسۍ جوړونو زمینه د موثقو او کره اطلاعاتو پر بنسټ برابری.

بر سیره پر دې، دغه سیستم د حکومت له نورو سیستمونو سره لکه: د ماليې وزارت د معاشانو د ورکړی سیستمونو، د تقاعد سیستم، د بریښنايې تذکرې سیستم او د اطلاعاتو د اتصال او تبادلې وړتیا هم لړي.