د عدليې وزارت د ۵ بستونو لپاره ۳۵۴ داوطلبانو سیالي وکړه

۳۵۴ داوطلبانو د عدليې وزارت  د حقوقي  مساعدتونو د لوی ریاست د ۵ بستونو( د حقوقي عامه پوهاوي مبلغ) د ترلاسه کولو لپاره، په تحریري( لیکلي) آزموینه کې سیالي وکړه.

دغه آزموینه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د استازو په شتون نن د عدلیې په وزارت کې واخیستل شوه.

دغه راز په کابو ۴۰۰ بستونو پورې شکایتونو ته د رسیدګۍ او ارزونې بهیر چې د هغو د شارت لست پروسه پخوا بشپړه شوې ده او په دغو بستونو کې له نه شارت لست څخه شکایت، پیل شوی دی، ټاکل شوې ده چې د دغو بستونو د کانکور آزموینه په نږدې راتلونکي کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له خوا واخیستل شي.

د عدليې وزارت د استخدام په بهیر کې د ړونتیا  د رامنځ ته کولو ژمن دی دغه وزارت هڅه کوي چې په خپلو تشو بستونو کې د غوره افرادو د شتون لپاره زمینه برابره کړې.