د کابل ښار د ښوونځیو له ښځینه زده کوونکوڅخه د ۲۰۰ تنو لپاره د جندر پوهاوي ورکونې برنامه جوړه شوه.

د عدليې وزارت د جندر آمریت د جی آی زید  د محترم دفتر په مالي همکارۍ سره د جندر د برابرۍ (د ټولنیز جنسیت) د ترویج په منظور، د پوهاوي ورکونې برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې د کابل ښار د ښونځیو له ښځینه زده کوونکو څخه ۲۰۰ تنو ګډون کړې و. او (د جندر د تعریف، د جنس دتعریف، د جنس او جندر ترمنځ د توپیر، په نړۍ کې د جندر د تاریخچې او د اسلام له نظره د جندر) په شان موضوعګانې يې زده کړې.