د عدلېي وزارت په نوې ودانۍ کې د قرآنکریم د ختم مراسم پرځای شول

دعدلېی وزارت په خپلې نوې ودانۍ کې د نویو فعالیتونو د پیل په غرض ددې وزارت د مقاماتو او کارکوونکو په ګډون د قرآنکریم د ختم مراسم پرځای کړل.

د عدلېی وزیر ښاغلی دکتر عبدالبصیر انور په دغو مراسمو کې د عدلېي وزارت د ودانۍ د پرانستل کیدو له امله ددغه وزارت کارکوونکو ته مبارکي وویله او ددې وزارت کارکوونکو ته د  کاری چارو په ترسره کولو کې د بریا هیله وکړه.

هغه زیاته کړه: د عدلېي وزارت په هېواد کې د عدلي او قضایي بنسټونو له مهمو بدنو څخه د یوې په توګه د عدالت او قانون مدارۍ  د تامینولو لپاره په خپله برخه کې باید خپلې هڅې زیاتې کړي.

د یادونې وړ ده: ددې ودانۍ  د بنسټ ډبره د جمهوري ریاست د دویم مرستیال استاد سرور دانش له خوا په ۱۳۹۳هجري لمریز کال کې کیښودل شوه. او په دې موده کې د نړیوال بانک او د افغانستان د دولت په مالي مرسته او د دې وزارت د مسوولینو په پر له پسې هڅو سره پای ته ورسیده.