۱۱۶تنه، د عدلېي وزارت د تقنینی ستاژ په دریم دور کې شامل شول

د ۱۳۹۸ کال د غویي د میاشتې ۱۹

د افغانستان اسلامی جمهوریت د عدلېي وزارت د تقنینی ستاژ دریم دوره نن په یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شو.
 په دې برنامه کې د حقوقو او شرعیاتو د رشتو۱۱۶ تنه فارغان او د دولتي ادارو د تقنینی او حقوقي برخې کارکوونکي جذب شوي دي، چې نږدې ۵٪ ېي ښځینه طبقه تشکیلوي. د ا. ا. ج  د عدلېي وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور ددې برنامې جوړول مهم وباله او د قانون جوړونې په برخه کې ېي د هغې د اهمیت په باره کې خبرې وکړې. هغه د دې برنامې د شاملانو لپاره بریالیتوب هیله وکړه او له هغوې څخه وغوښتل چې له دغه فرصت څخه ښه ګټه واخلي.

هغه وویل: د عدلېی وزارت تقنینی ستاژ چې د دې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستیتیوت په چوکاټ کې تشکیل شوی دی، د تقنیني سندونو د تسوید، تدقیق او د پړاوونو د تیرولو په برخو کې دحقوقي پوهې د کچې دلوړولو او د  تخصصي او مسلکي مهارتونو د ترلاسه کولو د زمینې د برابرولو په منظور کال په کال جوړیږي.

هغه هیله وکړه چې ددې دورې په پای کې د قانون جوړونې او د هغې د ظرفیتونو له اهمیت څخه سم فهم ته لاس رسې پیدا کړي او د قانون جوړونې د برخې د متخصص په توګه او د افغانستان له حقوقي نظام  څخه په بشپړ پوهايی سره، و کولای شي د دې نظام په لا زیاته بشپړتیا او د هغه د ننګونو په سرې کولو کې اغیزمنه ونډه ولري. د تقنینی ستاژ برنامې تراوسه پورې خپلې دوه دورې په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۷ کلونو کې تیرې کړې دي چې په لومړې دوره کې له ستاژرانوڅخه ۲۷تنه او په دویمه دوره کې۱۰۰ تنه د دورې په بشپړولو او د فراغت د تصدیق په اخیستلو بریالي شول.

د عدلېي وزیر ژمنه وکړه چې د دولت د قضایاوو او د حقوقو د برخو د مسلکي غړو د ظرفیت د لوړولو په هکله د عدليې وزارت قانوني مکلفیت ته په پاملرنې سره به په نږدې راتلونکي کې د قانون جوړونې او د عملي- حقوقي او څیړنو د چارو د انستیتیوت په واسطه د دغو برخو د یوشمیر مسلکي غړو لپاره داخل خدمت حقوقي ستاژجوړ کړي.

د عدلېي وزیر د تقنینی ستاژ برنامې د تمویلوونکو له مالي او تخنیکي مرستو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې ېي د هغوې د همکاريو د دوام غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستیتیوت لوی ریس قانونوال عبدالمجید غنی زاده هم ددې برنامې د اهمیت یادونه وکړه او ويې ویل: د تقنینی سندونو د مسودې برابرول د اړوندې ادارې د مسولیتونو له جملې څخه دي، خو د مسلکي او تکړه اشخاصو د نه شتون په سبب، هغه مسودې چې وړاندې کېږي د منلو وړ نه دي او زیاتې نیمګرتیاوې لري او دا د قانون جوړونې په برخه کې  یوه ستره ننګونه ده.

هغه زیاته کړه: له نیکه مرغه د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د خپلې ۱۳۹۷\۱۰\۶ نیټې په ۱۸ګڼه مصوبه کې د تقنینی ستاژ د برنامې د فارغانو د ملاتړ او هڅونې لپاره څرګنده کړې ده. چې وزارتونه او دولتي ادارې موظفې دي د خپلو تقنیني چارو د کارکوونکو په استخدام کې د حقوقو او شرعیاتو د رشتو هغو فارغانو چې د عدلېي وزارت د تقنینی ستاژ له برنامې څخه د فراغت د سندلرونکي دي، لومړيتوب ورکړي او د استخدام په وخت کې ددې هغه شمېر افرادو لپاره چې د عدليې وزارت د تقنینی ستاژ له برنامې څخه فارغ شوي دي، یو کال کاري تجربه محاسبه کړي.

د عدلېي وزارت د قانون جوړونې د بهیر د آسانولو په منظور او ددې لپاره چې په ادارو کې داسی کسان وي چې وکولای شي د تقنینی سندونو برابرولو له عهدې  څخه په ښه توګه ووځي او قوي تقنینی سندونه، هم د محتوا په لحاظ او هم د کمیت او کیفیت په لحاظ، د عدلېي وزارت ته وړاندي کړي، تقنینی ستاژ جوړکړی دی،  په دولتي ادارو کې د تقنیني ستاژ د فارغانو په استخدام سره، د قوانینو د تسوید بهیرلاپسې مسلکي کیږي او د قانون جوړونې په چارو کې د آسانتیا سبب کیږي.