مهم او بېړنۍ خبرتیا

د کابل په ولایت کې مېشتو ټولو هغو ټولنیزو بنسټونو ته چې د عدلیې وزارت له لوري یې د فعالیت جواز ترلاسه کړی او له خپلو فعالیتونو څخه یې په خپل وخت دې وزارت ته رپوټ وړاندې کړی خبر ورکول کېږي چې د خپل منځي ټاکنو له  ترسره کولو څخه وروسته، د ۱۳۹۸ کال د وري د میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۴ نېټې پورې خپل ۲۵ تنه استازي په رسمي ډول د عدلیې وزارت ته معرفي او واستوي ترڅو ددغې ادارې له لارې د سولې په مشورتي جرګه کې د ګډون لپاره معرفي شي.