د قضایاوو د ثبت د مدیریت د سیستم ملي کنفرانس نن پای ته ورسېد

۲۱/۱/۱۳۹۸

د عدليې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور نن د دې کنفرانس په وروستني غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د عدلیې وزیر په دې کنفرانس کې وویل: هغه وړاندیزونه او د حل لارې چې د قضایاوو د ثبت د مدیریت د سیستم د ښه والي په منظور د ګډون کوونکو له لوري وړاندې شول، د عدلیې وزارت د رهبرۍ په ناسته کې به تر څېړنې لاندې ونیول شي او د هغو د تطبیق په برخه کې به لازم اقدامونه ونیول شي.

د عدلیې وزیر په هېواد کې د عدلي او قضایي سیستم اهمیت ته په اشارې سره له ولایتونو څخه په دې کنفرانس کې ګډون کوونکي رئیسانو ته لارښوونه وکړه ترڅو په خپلو کاري اجراآتو کې د هېواد قوانین په پام کې ونیسي او د هیڅ غیر مسؤول افرادو تر فشار لاندې رانشي. هغه همدارنګه د افغانستان د عدلي سکتور له ملاتړ کوونکي پروګرام(جي.اس.اس.پي) څخه غوښتنه وکړه ترڅو د هېواد په ولایتونو کې ددې سیستم د پرمخ بیولو لپاره د لازمو تجهیزاتو په برابرولو کې همکاري وکړي.

د عدلیې وزیر ددې غونډې په پای کې، په دې کنفرانس کې ګډون کوونکو ته تصدیق لیکونه ووېشل او په ولایتونو کې د عدلیې وزارت پورې د اړوندو چارو په پرمخ بیولو کې یې هغوی ته د بریا غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د قضایاوو د ثبت د مدیریت دسیستم ملي کنفرانس ددې کال د وري د میاشتې له ۱۹ نېټې څخه د درېوو ورځو لپاره د کابل ولایت د صافي لانډ مارک په هوټل کې ترسره شوه. چې د ولایتونو رئیسان او د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د حقوقو، دولت د قضایاوو،  اصلاح مرکزونو او د حقوقي مساعدتونو د ادارو آمرین ددې کنفرانس له ګډون کوونکو څخه وو.