د وزیر په هکله
د ۱۳۹۸ د وري ۱۹
عدلیې وزارت د قضیو د مدیریت سیستم د ورپيژندلو، د قضیو د مدیریت سیستم د لیږد د پلان په هکله د شته ستونزو او د هغو د حل لارو په منظور د کابل ښار صافي لاندمارک هوټل کې، کنفرانس جوړ کړ.
په دې کنفرانس کې د ولایتونو د عدلیې رئیسانو، د حقوقو ، د دولت قضایاوو، حقوقي مساعدتونو او د ولایتونو د اطفالو د روزنې او اصلاح مرکزونو آمرینو او د اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.
لومړی د ا.ا.ج د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور د کنفرانس د موضوع او د عدلیې وزارت د مسؤولیتونو په هکله خبرې وکړې او د ولایتونو له عدلیې رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د هېوادوالو د حقوقو د اعادې، د حقوقي مساعدتونو او د بې بضاعته مظنونینو او تورنو لپاره د حقوقي مساعد د ټاکنې، د عامه ځمکو او جایدادونو له غصب څخه د مخنیوي او دغه راز له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو د روزنې د تجدید په هکله، جدی پاملرنه وکړي. هغه دغه راز د عدلي او قضایې بنسټونو له مسؤولینو څخه وغوښتل تر څو له قانون څخه د سرغړوونکو اطفالو لپاره حجز د وروستي غوراوي په توګه په پام کې ونیسي او تر ډېره د حجز له بدیلونو څخه چې په قانون کې هغو ته اشاره شوې، ګټه واخلي.
د دې کنفرانس په دوام کې، د امریکاد متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې بین المللي ادارې استازې فریحې ایثار د دې کنفرانس پروګرامونه معرفي کړل او د قضیو د مدیریت د سیستم په رامنځته کیدو کې د عدلي او قضایې بنسټونو په ځانګړی ډول د عدلیې وزارت له همکاریو څخه یې مننه وکړه. هغې دغه راز د ولایتي همکارانو له لوري په دې سیستم کې د مظنونو او تورنو د بشپړو معلوماتو ثبت، مهم توصیف کړل.
د وزارت اداري معین سید محمد هاشمي هم د دې کنفرانس د موخو په هکله خبرې وکړې او دغه کنفرانس یې ښه فرصت وباله ترڅو د عدلیې رئیسان د قضیو د مدیریت په سیستم کې شته ستونزې مطرح کړي او د لا ښه والي لپاره یې د حل لارې شریکې کړي. هغه د دې سیستم د تاریخچې او د رامنځته کېدو د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر دې مهاله ۷۰ زره او ۳۱۸ مدني قضیې، ۳۰۲ زره او ۵۴۱ جزايي قضیې او د ۴۳۲ زره او ۸۱۰ کسانو ځانګړتیاوې په دې سیستم کې درج شوي دي. د عدلیې وزارت معین د بشري سرچینو له رئیس او عدلیې رییسانو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د قضیو د مدیریت سیستم د اعلان شوو بستونو کارکوونکي استخدام کړي ترڅو له دې ناحیې څخه ستونزې حل شي.
په دې کنفرانس کې د قضیو د مدیریت د سیستم، تاریخچې، اوسنۍ کارونې او په هغه کې د شته ستونزو په هکله د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام د مدني او سوداګزۍ برخې ولایتي ټیم رئیس محمد الیاس عادل په واسطه پریزنتیشن وړاندې شو.
دغه کنفرانس د دریو ورځو لپاره جوړ او ټاکل شوې ده چې په دې دریو ورځو کې د عدلیې وزارت د دولت قضایاوو، حقوقو، د حقوقي مساعدتونو، اصلاح مرکزونو او د بشر حقوقو ریاستونه د قضیو د مدیریت سیستم د پلي کولو، کارونې، په هغه کې د شته ستونزو په هکله پریزنتیشنونه وړاندې کړي تر څو د هغه د لا ښه والي لپاره د حل لارې ولټوي.
د قضیو د مدیریت سیستم د قانون د حاکمیت، ړونوالي، حساب ورکونې، د همغږۍ د لا ښه والي، د عدالت له تأمین څخه د ډاډ تر لاسه کولو او دهغو قضیو معلوماتو ته چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې په جریان کې دي د آسانه لاسرسۍ په منظور رامنځته شوی دی.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.