د ا.ا. ج د عدلیې وزارت د رهبرۍ غونډه د عدلیې وزیر جلالتمآب ډاکټر عبدالبصیر انور تر ریاست لاندې جوړه شوه.

د ۱۳۹۷ کال د کب د میاشتې ۲۵

دغه غونډه د عدلیې وزارت د معینانو او دمرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون د عدلیې وزیر په دفتر کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د عدلیې وزارت د چارو پورې د اړوندو ځینو موضوعګانو په هکله او د دغه چارو په پرمخ بیولو کې د غوره همغږي او انسجام په منظور بحث او خبرې اترې وشوې.

د یادونې وړه ده چې د عدلیې وزارت د رهبرۍ غونډه د هغو موضوعګانو په اړه چې د ټولیزو خبرو اترو اړتیا ولري په نوبتي او مداوم ډول ترسره کېږي.