د وزیر په هکله
سه شنبه، ۱۳۹۷ کال د کب ۱۴
د ا،ا جمهوریت د عدلیې وزارت د بشر د حقونو د ملاتړ ریاست د نورو وزارتونو د استازو په شتون د ملګرو ملتونو د سازمان د سپارښتنو د عمل د پلان د مسودې د وروستي کولو په هکله په کابل کې مشورتي ناسته جوړه کړه.
لومړی د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې ذکیې عادلي د دې ناستې د اجنډا په هکله ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د رپوټ په برابرولو او وړاندې کولو کې د بشر د حقونو د ملاتړ له ریاست سره همکاري وکړي.
هغې دغه راز د اړوندو ادارو له استازو څخه وغوښتل چې د ملګروملتونو د سازمان د سپارښتنو په تحقق کې خپل مکلفیتونه په سمه توګه تر سره کړي. او رپوټونه په ټاکلي وخت کې عدلیې وزارت وړاندې کړي تر څو له توحید څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږل شي.
په دی ناسته کې، د سپارښتونو د عمل د پلان د پلي کولو د زمینې د برابرولو او د سپارښتنو د عمل د پلان په هکله د وزارتونو د استازو نظریو او د هغو بین المللي کنوانسیونونو د ارزښت په هکله چې افغانستان له هغو سره الحاق کړی دی، هراړخیز بحثونه وشول.
افغانستان د الحاق شویو بین المللي کنوانسیونونو د پلي کولو د رپوټ له وړاندې کولو څخه وروسته، د ملګرو ملتونو د سازمان د څارونکو کمیټو له لوري څخه یو شمیر سپارښتنې تر لاسه کړې، چې د هغو پر بنسټ د عدلېې وزارت د بشر د حقونو د ملاتړ ریاست د اړوندو ادارو په همکارۍ د سپارښتنو د عمل د پلان مسوده برابره کړه.
او له ننۍ ناستې څخه موخه هم ، پلی شویو سپارښتنو او نوو سپارښتنو ته په پاملرنې سره د عمل د پلان د وروستي کولو په منظور د هغو شریکول دي.
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.