د عدلیې وزارت د دې وزارت د ۱۰ تنو کارکوونکو فراغت چې د کابل د پوهنتونونو له یوه څخه یې د لیسانس په کچه د لیسانس سند ترلاسه کړي وو، ولمانځه.

 د حوت ۱۲، کال ۱۳۹۷

د عدلیې وزارت ددې وزارت د کارکوونکو د مسلکي او مدیریتي ظرفیت د کچې د لوړولو په برخه  کې د خپلو مخکینیو برنامو په دوام کې ، د خپلو لسو تنو کارکوونکو فراغت چې د هېواد د پوهنتونونو له یوه څخه یې د لیسانس په کچه سند ترلاسه کړي وو، د مالي او اداري معین،  د عدلیې وزارت د ځینو ادارو د یوشمېر رئیسانو، کارکوونکو او مېلمنو په حضور کې ولمانځه.

د عدلیې وزارت په ټولو برخوکې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو ژمن دی.