د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق د آنلاین دیتابیس مدیریت د عدلیې وزارت ته وسپارل شو

۱۳۹۷ د کب د میاشتې ۴

د معلوماتي بانک مدیریت او یا د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق آنلاین دیتابیس په افغانستان کې دکډوالۍ د بین المللي سازمان د ماموریت د هیأت د رېیس او استازي ښاغلي لورانس هارت له لوري نن د عدلیې وزارت جلالتمآب وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور او د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون لوی رئیس ته نن وسپارل شو.

د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون ته ددې دیتابیس سپارل او د رامنځته کولو موخه، د انسان د قاچاق او ګډوالو د قاچاق د قربانیانو د معلوماتو ثبت، د انسان د قاچاقبرانو په اړه د معلوماتو ثبت، د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق له قربانیانو څخه ملاتړ او د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق له پدیدې سره د اغېزمنې مبارزې په برخه کې د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د عضوي ادارو ترمنځ د همغږي رامنځته کول دي.

په دغه مراسمو کې د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور او د انسان دقاچاق او د ګډوالو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون رئیس وویل: ددې دیتابیس رامنځته کول یو مهم او د ستاینې وړ اقدام دی، زمونږ هیله داده  چې دغه دیتابیس له جزئیاتو سره او د قضیې د اهمیت په تفکیک سره د معلوماتو د ثبت وړتیا ولري ترڅو له دې وروسته، د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق د وضعیت په اړه جامع او دقیق معلومات ولرو.

د عدلیې وزیر همدارنګه د ګډوالۍ د بین المللي سازمان رئیس ته وویل: هیله لرو چې د انسان د قاچاق او دګډوالو د قاچاق سره د مبارزې برخې سره ستاسو ملاتړ دوام ومومي.

د ګډوالۍ د بین المللي سازمان رئیس ښاغلي لورانس هارت د دیتابیس د رامنځته کولو په اړه د عدلیې وزیر او د انسان د قاچاق او د ګډوالو د قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت له پاملرنې او تمرکز څخه ستاینه وکړه. همدارنګه هغه وویل:  چې ددې کمېسیون د ولایتي دفترونو د تجهیز په منظور او په ولایتونو کې د هغو د مسؤلانو د روزنې ملاتړ ته به دوام ورکوي. ښاغلي هارت زیاته کړه چې همدااوس د (ننګرهار، بلخ، قندهار، نیمروز، خوست، هرات، فراه او بدخشان) په ولایتونو کې د انسان دقاچاق او د ګډوالو د قاچاق دیتابیس رامنځته او فعال شوی دی.

د یادونې وړده چې دغه دیتابیس د  USAIDپه مالي همکارۍ د عدلیې وزارت د انسان د قاچاق او د ګډوالو دقاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون او ګډوالو د بین المللي سازمان له لوري د شپږو میاشتو هڅو وروسته رامنځته شوې ده.